سلايډسيمه او نړۍ

ټرامپ د امريکا ولسمشر شو

د امریکا ولسمشريزو ټاکنو ته د جمهوري پالو نوماند، ډونالډ ټرامپ د ډېرو راییو په اخیستلو سره د امریکا ۴۵م ولسمشر وټاکل شو.

ټرامپ له اتو میاشتو راپه دېخوا د ډېرو رايو اخستو په هڅه کې و او د امریکا په ټولو ایالتونو باندې وگرځېد. د ټرامپ تر ټولو کلکه رقیبه مېرمن هیلري کلنټن وه، چې له ټرامپ وروسته یې ډېرې رایي ترلاسه کړې.

امریکايي ټاکنو کې باید گټونکي نوماند تر ۲۷۰ واحده رایې تر لاسه کړې وې. ټرامپ ۲۷۶ واحده رایې تر لاسه کړې او مېرمن هيلري کلنټن ۲۱۸ واحده رایې تر لاسه کړې او له امله يې ټرامپ د راتلونکو څلورو کلونو له پاره د امریکا ولسمشر وټاکل شو.

له اتو کلو راپه دېخوا ډيموکراټو پر امریکا واکمني کوله، خو دې ټاکنو کې بیا ډیموکرټانو ماتې وخوړه او جمهوریت غوښتونکي مخکي شول او راتلونکو څلورو کلو پورې به سپینه ماڼۍ له جمهوریت خواوو سره وي.

د ټاکنو سیمې ښکاره کوي چې هغه ایالتونه چې د پوهې کچه په کې لوړه ده او سیاسي فعالیت په کې ډېر دی، په عمومي ډول يې مېرمن هیلري کلنټن ته رایه ورکړې او هغه سیمې چې اوسېدونکي یې سوداګر او د خدماتو وړاندې کوونکي دي، هغو بیا ډونالډ ټرامپ ته رایه ورکړې ده.

ټرامپ شېبه وړاندې خپله بریا په نیویارک کې د خپلو پلویانو په منځ کې لمانځله. ټرامپ له ټاکنیز ټیم څخه، کورنۍ او ملګرو څخه مننه وکړه چې له ده سره یې په تېرو اتو میاشتو کې ډېره منډه کړې او ده یې بریا ته رسولی دی. ټرامپ زیاته کړه چې په نړۍ کې به امریکا لوړه وساتي او کوښښ به کوي چې امریکایانو ته ډېرې لاسته راوړنې ولري. ټرامپ وویل چې امریکا سره مینه لري او ډېر خوښ دی چې ورته خدمت وکړي.

ټرامپ دغه راز زیاته کړه چې د ټولې امریکا ولسمشر دی، که چا ورته رایه ورکړې وي او که چا رایه نه وي ورکړې. هغه زیاته کړه چې د خپلو سوداګریزو تجربو په مټ به خپل ولس ته ډېر څه تر لاسه کړي.

امریکايي ټاکنو کې عموما خلک په یوه نوماند هم راضي نه ول او د بدو په منځ کې یې یو ټاکه، ډېری امریکایانو ته نه ډونالډ ټرامپ او نه مېرمن هیلري بېلګه نوماندان وو، خو د مجبوریت له مخې یې یو انتخاب کړی و او بله لار ورته نه وه پاتې.

افغاني شنونکي په دې باور دي چې د امریکا ټاکنې به د افغانستان په راتلونکي کوم اغېز ونه لري او دا د بهرني سیاست یوه برخه ده، چې د ولسمشر په بدلېدو ډېر نه بدلېږي. هر یو نوماند مجبور دی چې افغانستان ته خپله پاملرنه وکړي. دوی په داسې حال کې هیله من دي چې دواړه نوماندانو په خپلو مناظرو کې د افغانستان په اړه څه نه دي ویلي او د دوی ډېره پاملرنه پر عراق او سوريي وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button