ځلاند: ارباب صیب، حمدالله ارباب څوک دی او څومره زده کړې يې کړي؟
حمدالله ارباب د څارنوال نجیب الله خان ځوې، د مولوي فقیرالله مشهور په صاحب حق، لمسی دی. ابۍ یې ورته یو کیتابچه ښودلې وه چې دادا یې پکې په خپله لیکلي چې حمدالله بچی یې په دیارلس سوه اته پنځوسم کال کې پیدا شوی، د زیږیدلو ځی یې فقیرکوټ کلي، څوکۍ ولسوالۍ کونړ ولایت بره بښتونخوا افغانستان دی.
کله چې په خپله خاوره ماجر و نو تراوم صنف پورې یې سبق د کوزې پښتونخوا په ناوه ګۍ باجوړ کې ویلی، بیا چې کله د کونړ نه روسان او وتل نو کورنۍ یې خپل پلرني کلي ته په کونړ کې ستانه شول، خو حمدالله د سبق په خاطر د خپل ماما مرحوم شمس الهدا شمس کره پېښور ته لاړو او الته د ماما په کور کې چې په کباپیانو کې د ورسک روډ ترڅنګ اوسیدل، کره پاتې شو او تر دولسمه یې سبق املته او وېلو. د امقه وخت نه د حمدالله ټول شوق د رسامۍ او وردش سره و نو په ډیرو موشکلاتو به په ایمتیحانونو کې کامیبیدلو، نالایقه هم نه و خو بس سبق ویلو سره یې سره شوق نه و، د جیکي چن فلمونو سم نیونی کړی و!! بس رسمونه جوړول، وردش (د شکر درې د استاذ یوسف دلدار نه یې تې کوان دو زده کوله!) او کيرکټ به یې هم کولو، اغه وخت خو د افغانستان د کیرکټ ټیم څه چې حکومت سم نه و نو بس پاکستان په کیرکټ ټیمونو به یې د پیپسي بوتلو شرطونه لګول!!
د دولسم صنف نه چې د پاکستاني نصاب تعلیم و، کې په ډیره موشکله کامیابه شوی و او نومرې یې ډیر کمې وې، بیخي کمې بس ایله د پېښور ملګرو خبره پاس شوی و، نو په کالج یا پونتون کې ورته د داخلې چانس نه و. د انځورګرۍ سره د شوق له کبله ورته په پېښور پوهنتون کې د ښکلو هنرونو په فاکولته کې د درس ویلو یو څه چانس و خو کورنۍ یې په دې فکر وه چې حمدالله خو لایقه الک دی، باید ډانکټر شي او هونر هایې زیبا یا د ښکلي هنرونه خو ډمتوب و او په هڅ وجه یې باید دغه رنګ سبق نه وی ویلی، نو د مجبورئ نه حمدالله په ۲۰۰۰ کال کې بیرته کونړ ته راغلو او د یو څو میاشتو روسته یې واده وکړو او ورپسې یې په کابل کې په یو نړیواله مرستندویه اداره کې یې کار پېل کړو. په ۲۰۱۰ کال کې یې د جالبات ښار په آریانا پونتون کې حقوق او سیاسي علوم ولوستل.
حمدالله ارباب ته په وړوکتوب کې نیکه د خپل تره لور ورکړې وه چې د هغې میرمن نوم یې حمېده ارباب دی او دري بچی یې دي، سیلاب ارباب، امیل ارباب او هنداره ارباب، بیا حمد الله ارباب په ۲۰۰۶ کې دویم واده وکړو، د دوېمې میرمن نوم یې روبینه ارباب دی، څلور لوڼه ترې لري، مشره لور یې پلوڅه ارباب، دُرخانۍ ارباب او غوړګه ارباب یو ځی شوي دي او کشرۍ لور یې لمن ارباب ده.
حمدالله ارباب وس هم په یوه نړیواله مرستندویه اداره کې د همغږۍ او حکومتولۍ په برخه کې کار کوي. په تیرو شپاړس کلونو کې یې د نړۍ به مختلفو هیوادونو کې په مختلفو موضوعاتو ټرینګونو کې برخه اخیستې ده.
پښتو یې مورنۍ ژبه ده، دري، اردو او انګلیسي ژبو باندې هم پوهیږي.
خلک وایی ټولنیز فعال دی خو دومره فال ام نه دی!! د تیرو یولسو کلونو راهیسي د جالباتو په ښار جالبات کې ژوند کوي.
ځلاند: تاسې زموږ د ټولنې يو پېژندل شوی انځورګر ياستئ، څنګه پوه شوئ چې دغه وړتيا لرئ او کله مو انځورګري پيل کړه؟
مانه دا پوښتنه هر وخت کیږي، خو داسې دقیق راته نه دي مالوم چې ما کله او څنګه او ولې انځورګري شرو کړه، خو چې کله نه په ښه او بد پویې شوی یم نو انځور جوړولو سره مې شوق و. چې کله پېښور ته د خپل ماما کره لاړم نو الته مې ورسره بیخي مینه زیاته شوه او په دغه وخت کې ډیرو د انځورګرۍ کورسونو یا مراکزو ته هم ورغلم خو هغه مراکز تر ډیره توجارتي ول، کوم خاص څه یې شاګردانو ته نه زده کول بلکې د خپل میاشتیني فیس په غم کې به وو. نو ما خپل کوشش جاري وساتلو او بس انځورونه به مې جوړول. کله چې په ۲۰۰۰ کال کې کله کونړ او بیا کابل ته راغلم نو بیا وظیفه وه نو کله نا کله به مې انځورونه جوړول، خو چې سم کار مې ورته ویلی هغه د ۲۰۰۷ کال نه را په دیخوا دی چې کله مونږ د ځوانان په عمل کې ټولنه جوړه کړله چې یو رضاکاره ټولنه ده نو په دغه ټولنه کې بیا انځور او د انځورګرۍ نه مونږ د پېغام رسولو لپاره د یو وسیلي په توګه استفاده کوله. نو بیا دا لړۍ ورو ورو تیزه شوه، نندارتونونه مې په خپلو امکاناتو جوړول شرو کړل او لا هم دا لړۍ روانه ده.
ځلاند: زموږ ټولنه کې عام خلک د دغه ډول فن پر اهميت ډېر نه پوهېږي. د فنکارۍ په اړه مو د کورنۍ او دوستانو غبرګون څه و؟
افغانان او په ځانګړې توګه د پښتنو د ژوند ډیرې برخې له هنر نه ډکې دي، ډیر زیات هنري اېستېدادونه لري. له بده مرغه او تر ډیره زمونږ د خپله لاسه، زمونږ ټول عومر په خپله منځي تربورولۍ، د غېرت په نوم جهالتونو، دوشمنۍ او د پردیو له لورې په مونږ د تپل شوي جګړو کې تیر شو. د پښتون قام د ژوند هرې برخې ته چې وګورې نو هنر پکې خکاري. تاسو فکر وکړۍ چې د ننګرار پیر روښان بابا رح پونتون چې د افغانستان دویم تاریخي پونتون دی خو لا تر اوسه مونږ په دغه تاریخي پونتون کې د ښکلو هنرونو فاکولته نه لرو؟! حال دا چې د خدای دلۍ ځوانان شته چې د ښکلو هنرو په برخه کې زده کړه کول غواړي او ښه پوټینشل هم لري. زه د تیرو یولس کلونو نه د افغانستان په مشرقي ولایتونو کې ژوند کوم، زما ښه یاد شي چې کله ما لومړنی انځوریز نندارتون په جالبات ښار کې وکړو نو یو نفر رانه د یو انځور په اړه پوښتنه وکړه چې ارباپه دا انځور درنه لکه چې خراب شوی دی یا درنه پې چی یا اوبه اووختي دي؟! نو ما ورته بیا هغه انځور تشریح کړو چې نه! په دې انځور چی یا اوبه نه دی اوختي بلکې دا انځور ما د اوبو په رنګونو جوړ کړی دی او دا رنګه انځورونه د اوبو په رنګونو جوړیږي. نن چې زه د مشرقي ولایتونو او په ټوله کې د پښتنو د سیمو ځوانان وینم نو نه یواځې چې په ښکلو هنرونو یا انځورګرۍ تر ډیره حده بلد شوي دي او پېغام ترې اخیستلی شي، بلکې یو نیم پکې نقد هم کوي! په هنر کې یو مهم رول د سمبولونو وي، نو په دغه برخه کې هم لا ډیر کار ته اړتیا شته چې زمونږ پښتانه د سمبولزم یا سمبولونو په ژبه پوهه شي نو که بیا کوم داسې هنري انځور وي چې په هغې کې په سبمولیکه ژبه پېغام پروت وي نو خلک به پرې پوهیږي، خو دا کار ډیر مزل غواړي چې باید ترسره یې کړو.
زه چون د یو داسې کورنۍ سره تړاو لرم چې هغوۍ مولین دي، زما نیکه مولا و، پلار مې هم شریعت لوستی دی او داسې زما ترونه او نور خپلوان. نو ظاهره خبره ده چې په پېل کې زما د انځورګرۍ په اړه زما د خپلوانو او کلیوالو ښه تاثر نه و. خو کله چې ورو ورو ما نندارتونه شرو کړل، بیا پکې فیس بوک را او تلو او زما انځورونه خلکو ته ورسیدل او د خلکو سره یې خبرې شرو کړې نو نن زما کورنۍ او زما کلیوال زما په انځورګرۍ د خوشالۍ احساس کوي او نوره حوصله هم راکوي. پښتانه ډیر ښه پاک زړه لري، خو بس چا ورسره په اخلاص کار نه دی کړی، که چیرته دې قام سره په اخلاص کار وشي، کار وشي نه مې غرض د دوئ عامه پوهاوی، په مسایلو او د نړۍ په پرمختګونو خبرول، هغه هم د اسلامي اصولو او ريښتیني افغاني/پښتني ارزښتونو په رڼا کې په سمه توګه وشي نو بیا به دا قام د نړۍ تر ټولو مخکې روان وي. خو بس هر چا تر خپله وسه د یو بل د وژنې لپاره د دوئ د پاکو احساساتو نه ګټه پورته کړې ده او لا هم دغه بدبختي روانه ده.
ځلاند: لومړی انځور مو کوم دی او کوم انځور مشهور کړئ؟
راته نه دی یاد چې لومړی انځور مې کوم یو و یا دی او داسې کوم ځانګړی انځور هم نه وی چې زه یې مشهور کړی یم. زه خو نن سبا فیس بوک او سیلفیانو مشهور کړی ېم!! بلکې ځان مې په خپله مشهور کړی دی!! هره ورځ ځانله پخپله مشهورتیا کومه!! خو مشهورتیا اله خوند کوي چې ولس ته یو خه خیر ورسوې، که نه داسې خو دلته ډیر مفسدین هم مشهور دي خو خلک یې د نوم په اوریدلو سره ورته خیراګانې کوي.
ځلاند: تاسې د مختلفو فکرونو او سياسي اړخونو د چارواکو انځورونه کښلي. د ولسمشر غني، انجنير حکمتيار،
طالب مشرانو او نورو سياسي خواوو د مشرانو انځورونه مو وېستلي. دغه راز د ځوانو ليکوالو او فعالو انځورونه مو وېستي. د انځورکولو معيار مو څه دی؟
خطرناکې پوختنې کوئ!! لکه مخکې چې مې ذکر وکړو، زه خپله د می مولالمسی یم، په یو ایساب د کمونېستانو په ایستیلا په اشرارو کې راځو!! ځکه مونږ د روسانو د لاسه په خپله خاوره، کوزه پښتونخوا کې ماجر وو! دا چې بر وطن ته بیرته راغلم نو دلته هم په ځی د دې چې یو بل سره مینه وکړو، یو بل ته د مرستې لاس ورکړو، دلته د خپلو شخصي اغراضو په خاطر ځینې تش په نامه مشرانو د افغان په خاوره دا شته ولسونه/قومونه د تعصب په مرض اخته کړي ول. هرې خواته نفرتونه، تشدد او بدختي. زه خپله د مخونو انځورونه جوړومه، پورټریټ انځورونه! چې په دغه سلسله کې مې تر ډیره کوشش کړی دی چې د پښتنو انځورونه جوړ کړم ځکه په دغه برخه کې ډیر لږ کار شوی دی. هغه پښتانه مشران مې ډیر جوړ کړي دي چې د افغانستان لپاره یې په مختلفو برخو کې په یو نه یو شکل خدمت کړی دی، د یو څو ذکر به وکړم لکه میرویس نیکه رح، احمد شاه بابا رح، پیر روښان بابا رح، خوشال خان خټک بابا رح، فخر افغان باچا خان بابا رح، اپي فقیر رح او داسې په سلهاوو نور. البته یو نیم وخت رانه خبره یو څه سیاسي هم شي، هغه په دې مانا چې په روان بهران کې زما تر ټولو لویه غوښتنه د پښتون قام د روان جینوسایډ مخنیوی دی، او دویمه مهمه مسله د سولې او د یو بل د زغملو ده. نو چون د پښتون ټبر اکثره وګړي او په ټوله کې افغانان په یو او بل تنظیم او ډلې پورې تړلي دي یا وو یا ویشل شوي دی، نو وس دلته که د یو بل په وړاندې زغم وه نه لرو نو مامله نه جوړیږي. تاسو په سوال کې ځینو نومونو ته ایشاره کړې ده، دا اشخاص ممکن د ځینو افغانانو یا پښتنو خوښ شي او د ځینو بدې راشي خو زما غرض د مثال په توګه د حکمتیار صیب د انځور نه دا و چې افغان حکومت د هغه سره د یو موخالف په توګه د سولې خبره کوله او ما د دغې خبرې په ملاتړ کې د هغه انځور جوړ کړو ترڅو د سولې پروسه پسې په ولسي کچه لا قوي شي او په ټولنه کې دا فکر عام شي چې ټول عومر به جنګ نه وي او مونږ ته سوله پکار ده. امدا شان د طالب مشرانو، د کمونستانو وغیره. زما پکې شخصي ګټه ځکه نشته چې رنګونه هم زما، وخت هم زما او انرژي هم زما مصرفیږي، د پاسه پکې د خلکو بدې ردې هم اورم. خو زه ویم خیر که نن نه وي ممکن سباته دا ځینې ملګري زما په غرض پوهه شي. البته زه دا خبره هم نه کومه چې که ما د چا انځور جوړ کړو نو بس هغه ته برائت حاصل شو او د الله پاک او د بنده حقوق ورته ماف شول، نه! داسې نه ده! که چیرته مونږ په افغانستان کې د انتقالي عدالت خبره کوو نو بیا دلته هر هغه مشر چې که په نظام کي دی او که د باندې مخالف، په یو نه یو شکل متهم دی، نو که چیرته د ټولو سره ایساب کیتاب شرو شو نو ښه خبره ده خو که چیرته ځینې دې باوجود د دومره اتهامونو د حکومت واګی په لاس کې ولري او نور دې ورته د د مخالف یا بل نوم نږدې نه راپریږدي چې سوله وکړي، نو دا به سمه خبره یا قضاوت نه وي. په دې خبره ډیر بحث کیدلی شي چې نه غواړم ستاسو د لوستونکو وخت پرې ضایع کړم. خو بیا هم وایم چې زما د هر انځور نه غرض د ولس خېر دی، البته که یو نیم وخت په احساساتو یا نا خبرئ کې رانه یوه نیمه خبره یا انځورجوړونه ګډه وډه شي نو بیا زه اکثره وخت د ملګرو نه او یا په عام شکل بښنه هم غواړم، ځکه زه خپله د بلا شی نیمګړتیاو نه ډک یم.
ځلاند: يوازې انځورګري کوئ او که خطاطۍ، پښتۍ ډيزاينېنګ يا کمپيوټري ډيزاینېنګ سره هم بلد ياستئ؟
بس انځورونه جوړومه. خطاطي مې باید زده کړی وی، بس ګوزاره کومه، په کمپوز او دې نورو شیانو نه پیږم.
ځلاند: ستاسې مسلک او دنده انځورګري ده او که د ژوند اړتياوې د سوداګرۍ يا کومې بلې دندې له لارې پوره کوئ؟
بس په دفتر کې یې ګټم او په انځورونو مې هرڅه لوټ کړل!! مور او پلار، میرمنې، نږدې ملګري او خپلوان راته اکثره پقار وي چې خلکو ځانله بلډنګونه جوړ کړل او ته لا وسم په کیرايي کورونو کې ژوند کوې. نو که ریښتیا خبره شي نو ما خو کومې ډمې نه ګډې کړي چې وروسته له یوې لسیزې ډالري وظیپې زه یو کور نه لرم!! خو بس زه په دې فکر یم چې دا مو وطن او وطنداران دي او دلته به الله یو مړۍ را ورسوي، البته کله نا کله راته خپګان مخې ته شي چې یره یو څه پېسې خو مې خپلو بچو ته بچت کړی وی. خو خیر، زه دومره ساده هم نه یم چې په خپله شخصي ګټه او د نن ورځې په چالاکیو او حرامیتوبونو نه پوهیږم، منحیث د یو انځورګر زه په دې په دې هم پوهیږم چې ځان پکې خارج ته اوباسم او الته بس خپل کاروبار شرو کړم، خو زما د وطن نه د باندې په زړه ساډوبي راځي. که چیرته مې اوسنئ وظیفه ختمه شوه نو بیا مجبور انځورونه پلورل شرو کړم ترڅو یو څو پیسې د ژوند تیرولو لپاره پې پېدا کړم. خو فکر نه کوم چې دلته په افغانستان کې دې په انځور خلک دومره پېسې ورکړي، ځکه دلته خلکو سره د خوراک لپاره پېسې نشته نو انځور اخیستل خو لا لرې خبره ده!! بس دوعا کوۍ چې وظیپه مې جاري وي نو د موفتو انځورګرۍ به هم روانه وي! غواړم یو لنډ شان وضاحت ملګرو ته ورکړم هغه دا چې ما په تیرو لسو کلونو کې په قسطونو یو فور رنر اخیستی دی چې پلیټ مې ورله ۳۹ اخیستی ځکه ما د ۳۹ شمیري لپاره کمپاین کولو، وس مې د موټر قیمت ډیر کم شوی دی نو مجبوري ده او په امقه موټر کې ګرځم، خو ځینې ملګري فکر کوي چې خبرې د باچاخانۍ کوې او ګرځې په فورنرو کې!!
ځلاند: پر خواله رسنيو مو ستاسې په اړه د ځينو روڼ اندو نظرونه راغونډ کړل، ځينو دې ته ګوته نيولې وه چې د عدم تشدد پر خلاف، ځينې وختونه احساسات درباندې غالبېږي. دا خو به د انځورګرۍ اغېزه نه وي؟
بس اغه څنګه وایی چې خپله غلطي د ولو منځ وي، نو ممکن ماته به نه ښکاري. زه خو دا منم چې کله کله زه د کیل نه اوځمه، احساساتي شم، خپله د عدم تشدد خبره کومه خو یو نیم وخت رانه خبره خرابه شي. بس زه هم د ټولنې د یو عام وګړي په شان د ښه او بد حالت نه متاثره کیږم، دفتري وظیپه لرم، دوه میرمنې، اوه ماشومان، بلا شی دوستان او د هغوۍ ستونزې، فساد، د خلکو بدماشیانې، د غیرت په نوم بیغرتي، د مفسدو خلکو د فساد په وړاندې شعارونه او داسې ډیرې نورې خبرې دي چې د هغې زما او زما د فیس بوک او په انځورګرۍ باندې راسن تاثیر وي. نو زه د دغه مشرانو او ملګرو چې تاسو ورته ایشاره کړې ده، خبره منم. بس کوشش کومه چې خپلې نیمګړتیاوې په طریقه او تدریجي شکل کنټرول کړم او ځان اصلاح کړم. خپله عمل وکړم بیا نورو ته د عمل خبره وکړم. دلته یو نیم وخت قضاوتونه هم لنډ لنډ وي، څوک وایی زه طالب یم، څوک وایی د پاکستان جاسوس یم، کله وایی چې د امریکا او یهودو ایجنټ یم، څوک بیا وایی چې خلقي یم، څوک څه او څوک څه وایی. بس هرڅوک راته د خپل اینګل نه ګوري او قضاوت کوي، چې زه یې تر ډیره نه ملامته کوم ځکه دلته خو یوه ستونزه د اعتماد او زغم نه شتون دی، دویم د تعلیم ستونزه، دریم غربت، روان تشدد او فساد. نو بس خلک هم نه ملاتومه، ما کې هم نیمګړتیاوې شته خو دومره وایم چې زه یو پښتون افغان مسلمان یم او تر هرچا لومړی حق راباندې د خپل پښتون قام دی، ځینې مولین راته سره شنه کیږي وایی ته قامپرسته یې، زه ورته وایم، نه زه قامپاله پښتون یم او د پښتون ژوند ژغورل چې په هره مثبته لار وي راته لړمړیتوب لري.
ځلاند: افغاني ټولنه کې نويو انځورګرو يا نورو فنکارانو ته څه خبره لرئ؟
بس د ژوند د هرې شعبې سره چې تړاو لري، منحیث افغان باید لومړنی اولیت د خپل ولس د ژوند د ژغورنۍ لپاره غږ پورته کړي. تشدد ته نه اوایی. تعلیم او بس تعلیم په ځانګړې توګه په خور او لور.
مننه
د ارباب د انځورونو بېلګې
ډیري ښي پوښتني او بیه ځوابونه هم مخلصانه وو.
ستاسو په ځوابونو کښي خپل معرفت هم موجود وو او ورسره د موډرن خلقوو چی کوم سرا صرف د خپل ځان فکر وي هغوی لپاره سبق هم، هغه داسي چی خپل وطن او رسم سرا مینه ساتل وو.
بیه هغسی منصبدارن چی بس لوټ\ پيسه یی ښځه، مور ، پلار او خپلوان یعنی هر سه دي ، هغوي له داسي کارونو لاس اخستل دی چی د وطن او قام په تاوان وی. بیه هم د ائندي فکر کول په کار دی خو په طریقه.
ارباب صاحب…. په ژوند دی خفه شوم ځکه دومره مینه ورکوی خپل افغان قام ته چي د ژوند بنیادي ضرورتونه یی هم ویر کړی دی لکه خپل کور، کاروبار او داسي د خپلوو ماشومانو لپاره د راتلونکی فکر کول، الله ج دی داسی خلق همشه سر لوړی او با عزته لری او ژوند دی ښاد او خوشحاله سره دی نیکوو اولادونو غواړم.
اربابه په دې مې ډیزخوښیږي چې سپینه خبره کوي لابي شاپي نه ولې. دادي د دراته پښتون خوی ده