سلايډسيمه او نړۍ

مسکو او واشنګټن په امنیت شورا کې د وېټو حق محدودلو سره مخالفت وښود

پرون د دوشنبې په ورځ امريکا او روس د انګلستان او فرانسې هغه وړانديز په کلکه رد کړ، چې د «وېټو حق» د محدوديت غوښتنه يې په کې کړې وه.

ملګرو ملتونو کې د روسيې د دايمي استازي مرستیال ولاديمير سارونوک د امنيت شورا اصلاحاتو غونډې ته وویل: « دا منطقي خبره نه ده چې د امنیت شورا دايمي غړو صلاحیتونه، چې له دې جملې څخه د ويټو استعمال هم دی محدود کړی شي. ځکه دغه حق د شورا غړي د یو متوازن حل موندلو لور ته هڅوي. د «ويټو محدوديت به لویه سیاسي او تاريخي تېروتنه وي».

د امريکا دايمي استازي مېچلي سيسون هم له یاد محدوديت سره مخالفت وښود. خو چينايي ديپلومات ليوجي بیا د امنیت شورا په اصلاح کې د کمزورو وړانديزونو د نه وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

له بلې خوا د انګلستان استازي ماتيو وویل، چې د ده هېواد له تېرو څه د پاسه ۲۵ کلنو راهيسې د ويټو حق نه دی کارولی او دوی له دغه حقه په استثنايي حالاتو کې ګټه پورته کوي.
رايکروفټ زیاته کړه چې انګلستان له هغې ډلې څخه دی، چې د ويټو د حق محدوديت غواړي او د بشریت ضد ناورينونو او د انساني حقوقو د پایمالېدو په حالت کې د یاد حق شفاف استعمال غوښتونکي دي. نوموړي وویل، چې انګلستان کله هم یاد حق د بشري ناورينونو او نسل وژنې پر ضد پرېکړو کې نه دی کارولی.

د فرانسې ديپلومات اليکسي امیک زیاته کړه، چې د وېټو د محدوديت په اړه د پاريس هڅې د ملل متحد منشور کې کوم نوی بدلون نه راولي، بلکه د ډله‌ييزو وژنو او نور بشري ناورينونو حالت کې د ياد حق له بې ځایه استعمال څخه د منعه کولو غوښتنه کوي. دغه کړنه د امنیت شورا د دايمي غړو هېوادونو ملي ګټو ته هيڅ زیان نه رسوي.

له بله پلوه ټول دايمي غړي شورا کې په نوي غړيو زیاتولو سره سلا شول. ساورونکوف وویل چې موسکو امنیت شورا کې د اسیا، افریقا او لاتيني امريکا څخه د پرمختللو هېوادونو شاملېدل تاييدوي، خو چې په مجموعي ډول د غړيو شمېر تر ۲۰ زیات نه شي. نوموړي زیاته کړه چې مسکو په دې تړاو هر هغه معقول وړاندیز ته هرکلی وايي، چې د ملګرو ملتونو غړیو نظر په کې رانغاړل شوی وي.

د انګلستان دېپلومات رایکروفټ په دې اړه وویل چې د امنیت شورا پراختیا باید، استازیتوب او اغیزمنتوب ته په کتو تر سره شي. نوموړې زیاته کړه، چې د نوو غړو په بهیر کې زموږ هېواد له برازیل، المان، هند او جاپان هېواد څخه ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په پرونۍ غونډه کې په امنیت شورا کې د یو لړ اصلاحاتو په اړه خبرې اترې پیل شوې، چې د رومانیا لیونا جېنګیا او د تونس خالد الخیاري يې د دغو خبرو د تنظیموونکو په حیث و ټاکل.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه په امنیت شورا کې په اصلاحاتو راوستلو د کلونو راهيسې سره نه دي سلا شوي، خو اوس زیاتره هېوادونه په امنیت شورا کې د غړو شمېر زیاتوالي ته اړتیا ویني چې باید تر ۲۱ یا ۲۷ پورې ورسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button