ټاکل شوې ده، چې سعودي عربستان کې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان د روان کړکيچ په اړه د اسلامي نړۍ د علماو غونډه جوړه شي. په دې اړه څو مياشتې وړاندې خبر ورکول شوی و.
د افغانستان د سولې عالي شورا څرګنده کړې ده، چې په نږدې راتلونکې کې به د اسلامۍ نړۍ پوهان افغانستان کې پر روانو حالاتو د خبرو له پاره راټول شي. د دې شورا د نړيوالو اړيکو مسوول محمد اسماعيل قاسميار ازادۍ راډيو سره خبرو کې د دې پخلی کړی دی. هغه زياته کړې ده، چې په دې غونډه کې به د اسلامي نړۍ مفتيان برخه واخلي، څو له روانو حالاتو د افغانستان د وتو طرح وړاندې کړي.
د ملي يووالي حکومت اجرايه رييس ډاکټر عبد الله تېره مياشت سعودي ته د سفر پر مهال يو ځل بيا د دې هېواد له چارواکو د دې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه، هغوی د د نوموړي غوښتنې ته مثبت ځواب ووايه.
دغه غونډه د سعودي عربستان د اسلامي همکارۍ د سازمان له لوري جوړېږي، خو تر اوسه يې د جوړېدو دقيقه نېټه نه ده په ګوته شوې. د سولې شورا ياد چارواکي ويلي، مخکې ټاکل شوې وه، چې دا غونډه د روژې مياشت کې وشي، خو وروسته وځنډول شوه او لا يې هم دقيقه نېټه نه ده معلومه. نوموړي دا نه دي ويلي، چې دا غونډه ولې لا هم ځنډېږي.
غونډې ته د افغانستان د علماو د سرتاسري شورا غړي هم ورغوښتل شوي دي، قاسميار وايي چې دوی تيار دي غونډه کې ګډون وکړي. د هغه په وينا په دې اړه نه دی خبر چې د طالبانو له لوري هم څوک دې غونډې ته وربلل شوي دي که نه.
طالبانو وار له مخه د دې غونډې پر ګډونوالو غږ کړی، چې د افغانستان حکومت ته د مشروعيت او د نړيوالو د «يرغل» د جواز له پاره دې زمينهسازي نه کوي.
هغوی په تېر اګست کې د دغې غونډې د ګډونوالو په نوم يو پيغام خپور کړ او پر هغوی يې غږ وکړ، چې «د يرغلګرو په دام کې ونه لوېږي» او په دې غونډه کې ګډون ونه کړي. طالبانو په دې پيغام کې ويلي وو، چې د افغانستان قضيه دا مهال د اسلامي نړۍ له سترو قضيو څخه ده او دوی د يو نيم زرو ديني علماوو پر فتوی د «اشغالګرو» پر ضد جګړه پيل کړې ده.