تېره شپه طالبانو د کندهار پر هوايي ډګر له څو لورو بريد وکړ. په دغه بريد کې د ملي اردو ۱۴سرتېري او ۹ طالبان وژل شوي دي. د کندهار په هوايي ډګر کې حکومتي چارواکي هم له خپلو کورنیو سره ژوند کوي چې طالبانو د بريد پر مهال د دوی کورنیو ځینې غړي هم له ځان سره یرغمل کړي وو.
جګړه کې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو هم برخه اخیستي وه. دوی جګړه ورو پر مخ بېوه تر څو یرغمل شوو کورنیو ته زیان ونه رسېږي. د جګړي له امله شااوخوا سوداګریزو سیمو کې هم اور لګېدلی دی.
د کندهار د هوايي ډګر د برید تر څنګ طالبانو د دوشنبې په ورځ هم د پولیسو پر یوې حوزې برید کړی و چې تر اوږدې جګړې وروسته ۳ پولیس په کې وژل شوي وو. دا په داسي حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني نن اسلام اباد ته د «اسیا زړه» کنفرانس کې د ګډون لپاره روان شوی دی. په دې کنفرانس کې به ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره د سولې د بیا پیلېدو پر سر خبرې وکړي.