د موصل اوسنۍ جګړه چې تقریبا دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې، له پیل څخه د مخه يې د داعش له منځه وړلو لپاره گرم رسنیز کمپاين وشو. یاد کمپاین دغه جګړه، د ساعتونو او د غځېدا په صورت کې د ورځو دننه فیصله کونکي وګڼله.
د دې موخې له پاره د بغداد توکمپال پوځ د خپل شیعه اتحادي حشد شعبي سره په ګډه د موصل ښار محاصره کړ. حشد شعبي، چې د اهل سنتو په نسل کشۍ کې ښه مهارت لري، یاده جګړې ته د اهل سنتو څخه د حسین بن علی -رضی الله عنهم- د غچ په تکل را وتې. دوی وايي چې اوسني سنیان د تېرو لمسيان دي.
دغه توکميزې جګړې، چې په عراق، سوریه او یا بل کوم هېواد کې وي د سخت دریزي اسلام او یا د ترهگریز غورځنګونو په ضد جګړې تر پوښښ لاندې د اسلام او مسلمانانو پر ضد کېږي او د هغو صليبي جګړو یوه کړۍ ده، چې صليبي غرب او د سیمې شیعه ګانو يې سره په ګډه پر مخ وړي.
د یادونې وړ ده چې یاده جګړه کې د عراق پوځ د ایران انقلابي ځواکونو ، کردي بشرمکه ځواکونو ، د اړتیا په وخت کې دا کارگرو گون او د لبنان د حزب اللات له ملاتړه او د دې ټولو سربېره د امريکا په مشرۍ د نړيوال ائتلاف له هوايي ملاتړه هم برخمن دی.
دغه جګړې ته یواځې ترکيې د مسلمان سني هېواد په توګه له۳۰۰۰ عسکرو سره دې لپاره ورودانګل چې ترکیه له عراقیانو سره د عقیدوي تړاو او قومي جوړښت سربېره زرګونه کېلو متره سرحد لري.
خو لویدیځ او ائتلافیانو يې یاده جګړه کې د ترکيې شتون و نه شو زغمی. د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر څرګنده کړه، چې «عراقي حکومت بايد د موصل جګړه کې د ترکيې رول په اړه پرېکړه وکړي او ترکیه باید د عراقي حکومت سره همغږي ولري. د عراق ټول ګاونډي هېوادونه باید د دې هېواد ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته احترام ولري». یاده جګړه کې يواځې ترکيې ته په داسې حال کې ګوته نيول کېږي چې امریکا، روس، ايران او بهرنۍ شیعه ملېشې په کې په پراخه توګه ګډون لري.
د یادونې وړ ده چې ترکيه هغه متمدن هېواد دی، چې په دې ورستیو کې يې داسلامي پروژې د ماډل په حیث ځان را ښکاره کړی. له تاريخي پلوه يې اروپایان د ویانا تر دېوالونو او د بوسنیا، هرسک او البانيې تر ګړنګونه رسولي او له سېکولریزم څخه په تدريجي ډول د اسلامي هویت بېرته راخپلو لپاره او د تېر ۸۰۰ کلني تاريخ د را ژوندې کولو هڅې ګړندۍ کړي.