غير مصنف

سنیان په ایران کې د مسجد جوړولو اجازه نه لري

په ایران کې د خمیني له انقلاب څخه اته‌دېرش کاله کېږي. په ۱۳۵۷ل کال کې خمیني د ایراني ولس په مرسته د شاه حکومت نسکور کړ او پر ځای یې د جمهوري اسلامي په نامه د حکومت اساس کېښود. خمینې له انقلاب څخه د مخه له خپل ولس سره ژمنه کړې وه چې د انقلاب د کامېابېدو په صورت کې به دوی ته بشپړه ازادي ورکوي. سني مشرانو هم د خمیني د ژمنې په تمه له هغه سره مرسته وکړه او د انقلاب په راوستو کې یې فعاله ونډه واخیسته.

د انقلاب له بریالیتوب وروسته خمیني له سنیانو سره په ژمنو کې پاتې راغی او په سنیانو باندې حلقه د پخواني شاه له دورې څخه هم ډېره تنگه شوه. تر دې چې اوس تهران کې مېشت سنيان د جومات جوړولو حق هم نه لري. د شاه له دورې چې کوم جوماتونه پاتې وو د هغو د بیا ودانولو اجازه نه شته او په ځانگړي ډول په تهران کې د سنیانو ټول جوماتونه وتړل شول.

مولانا عبدالحمید په ایران کې د سنیانو مشر په دې اړه وايي چې په تهران کې د سنیانو د جوماتونو او لمونځ کولو د ودانیو د ویجاړولو په تړاو یې د ایران انقلابي مشر علي خامنه‌اي ته څو وارې لیکونه استولي، خو په دې اړه یې کوم ځواب نه دی تر لاسه کړی. مولانا عبدالحمید زیاتوي چې ډېری جوماتونه د ښاروالۍ او ښاري پلان په پلمه له منځه وړل شوي چې دا په داسې حال کې ده چې د تهران ښاري پلان په ډېرو ځایونو کې له منځه وړل شوی دی، خو چا ورته ارزښت نه دی ورکړی، یوازې د سنیانو جوماتونه بیا له دې کبله ویجاړېږي.

اوسمهال په تهران کې سنیان جومات نه لري او د دوی تر ټولو وروستی جومات صالحیه نومېده، چې هغه موده وړاندې د حکومتي چارواکو له لوري وتړل شو. د تهران سنی مېشتي د جمعې د لمونځ د ادا کولو له پاره په کرایه ځایونه نیسي، چې له څه وخت وروسته هغه هم بیا د حکومت له لوري وتړل شي. مولانا عبدالحمید اندېښنه ښکاره کړه چې د سنیانو ماشومان له دیني روزنې او تربیې څخه لرې پاتې کېږي او د دوی راتلونکی د اندېښنې وړ دی.

د ټولنیزو چارو فعال یو تن سني په دې اړه وايي، چې په تهران کې له انقلاب څخه د مخه هم د سنیانو جومات نه و، ځکه چې هغه وخت تهران کې سنیان ډېر نه وو، خو اوس په تهران کې سنیان ډېر دي او د جومات جوړولو اجازه ورته نه شته. دغه فعال زیاتوي چې موږ فکر کاوه چې د انقلاب په راتلو سره به پر سنیانو دا بنده حلقه خلاصه شي، خو دا ونه شول او د شاه له زمانې حالات نور هم خراب شول.

جلال جلالي د سیاسي چارو سني فعال او د اتحاد اسلامي ایران گوند او په پارلمان کې د کردانو پخوانی غړی په دې اړه وايي چې تهران د نړۍ یوازېنۍ پلازمېنه ده چې سنیان په کې جومات نه لري. ایراني رسنیو خبر ورکړی چې په تهران کې د سنیانو له پاره د جمعې د لمونځ ادا کولو له پاره نهه ځایونه دي، خو مولانا عبدالحمید وایي چې دغه ځایونه جوماتونه نه دي یوازې د جمعې د لمونځ اداکولو له پاره جوړ شوي دي او دا هم ځینو خلکو خپل کورونه وقف کړي او په ځینو ځایونو کې هم په کرایه باندې ځایونه نیول شوي دي.

ایراني شیعه مشران د نړۍ په گوټ، گوټ کې د شیعه لږه‌کیو د حقونو له پاره په نورو نیوکې کوي. د دوی ملېشې په سوریه او عراق کې د لږو شیعه اوسېدونکو د ساتلو له پاره په زرگونه انسانان وژني او بحرین، کویت او سعودي په دې تورنوي چې شیعه گانو ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکوي، خو دوی په خپله بیا د دې زغم نه لري چې ایراني مېشتي سنیان د لمونځ کولو له پاره جومات ولري. دوی یوازې په تهران کې د سنیانو مخه نه نیسي، دا ستونزه د ایران په نورو لویو ښارونو کې هم شته ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button