ټولنهسلايډ

رسنۍ: څوک وژني څوک ژوندی کوي

رښتیا او درواغ، سپینه او توره د رسنيزې سکې دوه مخه دي. رسنۍ د ملتونو په فکري جوړښت او لرلید کې خورا مهم رول لوبوي؛ جوړول، ورانول، پورته کول او ښکته کول کوي، سوله او دښمني راوړي، ځینې ټپیانوي او بیا د ځینو درملنه کوي. په بله معنی، رسنۍ د رسۍ دواړو لوریو کې لوبېږي.

رسنيزو وسلو د سولې او جګړې حالاتو کې ځانګړی رول لوبولی دی. په دې ورستیو کې د وسائلو د پراخوالي او پرمختګ، د اسانې لاس رسۍ، د رسمي څارنې او کنټرول د نشتوالي له امله په بې ساري ډول پر مخ ولاړې.

پخوا، رسنۍ په ورځپاڼې، راډيو او تلويزون پورې محدودې وې او لږ شمېر خلکو ترینه استفاده کوله. خو اوس، رسنۍ د پرمختګ اوج ته رسېدلي. لوی، کوچني او هر کور ته د انټرنټ په واسطه ننوتي او خلک يې له ځان سره روږدې کړي.
غږیزې او انځوريزې اړيکې د اوسني عصر له مهمو ځانګړنو څخه دي.

کمره د معلوماتو د ليږد هغه مهمه وسيله ده، چې له امله يې کتونکی کولی شي په ژوندۍ بڼه خپرونه وڅاري. دغې پرمختګ سره د رسنيو خطر هم غبرګونی شو؛ ځکه د خلکو په ذهنونو د لوبو او د خپلو مرموزو اهدافو لپاره د توجیه کولو مهمه وسله ده.

ډېرو جګړه ییزو حالاتو کې رسنۍ له واقعیت خالي او غلط معلومات وړاندې کوي. څرنګه چې وسله واله جګړه پوځي جنرال او افسر پر مخ وړي، همدا راز رسنيزه جګړه یو داسې کارپوه پر مخ وړي، چې تل يې خپلې ګټو ته سترګې وي که څه نورو ته پکې ستر زیان هم وي.

اوسنۍ رسنۍ ثابت اصول او رېښتونې انګېرنې، چې په واقعیتونو ولاړې او له دوکې او غلطۍ ډډه کوي، نه لري. البته ډېر لږ داسې ژورناليستان به پیدا شي چې، اصلي واقعیتونه وړاندې کوي؛ ځکه دوی له ډول ډول سختیو سره مخ کېږي او ژوند يې تريخ وي. خو، دوی خپل ضمير نه وي پلورلی، ازاد او ویاړلی شخصيت لري، هېڅکله ذلت ته غاړه نه ږدي او د پردیو له دسيسو څخه ځان ژغوري.

زورواکي او استبدادي قوتونه د حقایقو په پټولو او پر ځای يې د درواغجنو او ناسمو واقعيتونو وړاندې کولو ته خورا زیاته پاملرنه کوي او د دې کار لپاره ځانګړې «رسنيز کوډګران» ګوماري.

فرعوني جادوګرانو به «رسۍ او امساګانې» خلکو ته د مار په څېر «ښکارولې» خو «اوسني جادوګران » په خبرو بسنه کوي او د خلکو په عقلونو او زړونو کې د اصلي واقعیت سره مخالف «خيالي» ځای پر ځای کوي.

رسنيزو درواغو د مسلکي او اخلاقي کنترول د نشتوالي له امله ډېر شمېر خلک د بازاري شعارونو په واسطه په خپل جال کې داسې راګير کړل، چې بې له تدبیر او فکره پرې باوري وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button