د کندوز والي او اوسېدونکی په دې ولايت کې د افغان او امريکايي ځواکونو په گډو عملياتو کې د لسگونو ولسي وگړو د مرگ ژوبلې خبر ورکوي.
امريکايي او افغان ځواکونو تېره شپه د کندوز ښار اړوند پل الچين سیمه کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د ولسي وگړو پنځوس کورونه بمبار شوي دي.
د سيمې خلک وايي، د دغو بمباريو پر مهال له دېرشو ډېر ولسي وگړي وژل شوي او لسگونه نور ټپيان دي. دوی وايي، خلکو د وژل شويو کسانو جسدونه په موټرانو کې اچولي و او د ولايت مقام مخې ته يې د اعتراض په ډول وړل، خو امنيتي ځواکونو يې مخه نيولې ده. د کندوز اوسېدونکو اوسمهال د دغو بمباريو پر ضد لاريونونه پيل کړي دي.
د سيمې يوه تن تازه گل پژواک سره خبرو کې وويل: «زه خپل پټي کې بوخت وم په تراکتور مې کار کاوه، چې سيمه کې بمبار وشو، کله چې کور ته ولاړم زما د ماشومانو او مېرمنو په گډون اووه تنه وژل شوي وو». هغه زياته کړه، چې بمبارۍ کې د سيمې لسگونه نور ولسي وگړي هم وژل شوي دي.
د کندوز د ولايتي شورا غړي امر الدين ولي د پېښې پخلی کړی او څرگنده کړې يې ده، چې تر سلو پورې ولسي وگړي په کې وژل شوي او ټپيان دي.
کابل کې د بهرنیو ځواکون وياند جنرال چارلېس کليو لينډ څرگنده کړې ده، چې دوی د افغان ځواکونو په روزنه بوخت و، چې بريد پرې وشو، او دوی يې په ځواب کې بريدونه وکړل. هغه د ولسي وگړو د تلفاتو په اړه ويلي، چې په اړه يې پلټنې کوي.
کندوز کې د پوليسو د ۸۰۸ سپين زر زون مطبوعاتي دفتر په پيل کې دې بمباريو کې د ولسي وگړو مرگ ژوبله ردوله، خو وروسته يې ومنله چې ملکيانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. دغه دفتر وايي، د خلکو پر کورونو ځکه بمبار شوی دی، چې وسله وال په کې پټ و.
خو د کندوز والي کابل نيوز سره خبرو کې منلې ده، چې د مېرمنو او کوچنیانو په گډون دېرش تنه په دې بمبارۍ کې وژل شوي دي. هغه د پېښې په اړه خواشيني ښودلې ده.