پاموړ

که په هوا کې د الوتکې دروازه پرانيستل شي څه به وشي؟

د لوړې ارتفاع الوتنې په دوران کې د الوتکې دروازې پرانيستل د مسافرو له پاره يوه خپسکه ده او نږدې وه چې دغه خپسکه د يوې پېښې په ترڅ کې په حقیقت بدله شوې وای.

که چېرې دا پېښه رامنځ ته شي نو څه به وشي؟

پخوا، د جيټ سټار هوايي شرکت الوتکه کې چې د سيدني څخه د اوالون ټاپو پر لور  روانه وه، یوې مسافرې کوښښ وکړ چې، په هوا کې د الوتکې دراوزه پرانېزي؛ خو د الوتکې عملې يې مخه ونيوله او نوموړې له ښکته کېدو وروسته د امنيتي چارواکو له خوا ونيول شوه.

په ۲۰۰۵م کال  کې ورته بله پېښه رامنځ ته شوه. د هیلیوس (Helios) شرکت بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه چې، په ۹۰۰۰ متره لوړوالي پرواز کې يې د کابین د فشار په تدريجي  ډول ضایع او د اکسېجن د کمښت له امله رانسکوره شوه. د عملې سره پکې ۱۲۱ سپرلۍ ووژل شول (دغه پېښه د یونان تاريخ کې د هوا ستر ناورين ګڼل کېږي).

په داسې حالاتو کې باید د الوتکې له چته د اکسېجن ماسکونه راکوز کړای شي، څو د سپرلۍ اکسېجن د څو دقيقو لپاره پوره وساتي. ځکه د اکسېجن نشتوالی د سابندۍ، د نظر کموالی او په اخر کې د مرګ لامل کېږي.

د  دروازې پرانيستل د الوتکې داخلي فشار کې ناڅاپي کمښت  راولي، دروازې ته څېرمه کس بهر هوا ته غورځوي، د الوتکې کابين کې حرارت دومره په تېزۍ کموي لکه یخ چې ونيسي او  د الوتکې د دړې وړې کيدو چانس هم وي.

دېته ورته پېښه په ۱۹۸۸م کال کې هم رامنځته شوې وه. کله چې د «الوها» شرکت بیونګ ۷۳۷ ډوله الوتکې د هونولو په لور د ۹۰ سپرليو سره پرواز وکړ، د ۷۳۰۰ متره لوړوالي کې د الوتکې د چت کوچنۍ برخه څيرې شوه. چې له امله يې د الوتکې داخلي فشار کې کمښت راغی او  د چت نورې برخې هم ورو ورو څيرې شوې.

د الوتکې کوربه له خپلې څوکۍ څخه بهر ته وغورځېده،  خو له نېکه مرغه، نورې ټولې سپرلۍ چې، په کمربندونو يې ځانونه تړلي وو، بچ شول. له ۱۳ دقيقو وروسته پايلوټ وتوانيد چې الوتکه راښکته کړي او د ډېر ځاني زیان مخه ونيسي.

د «فشار د کمښت له وجې چاودنو» نورې دېرې پېښې هم ثبت شوي چې د زیاترو پایلې ښې نه دي.

ویل کېږي چې د الوت پر مهال د الوتکې دروازه پرانيستل ناشوني دي. پايلوټ پېټرک سمېت چې د کوک پېټ کانفېډنشل (Cockpit Confidetial) کتاب ليکوال دی، وايي: « د کابين دننه فشار چا ته اجازه نه ورکوي چې، د الوتکې دروازه دننه لور ته پرانېزي. ځکه د الوتکې د لوړوالي په صورت کې د کابين په هر انچ مربع کې ۳.۶۴ کيلو ګرامه فشار وي. په دې معنی چې ، د الوتکې د دروازې په هر متر مربع کې دننه  فشار تر ۵۰۰ کېلو ګرامه کمپرېس شوې هوا اټکلېږي. له دې سره دننه د دروازې پرانيستل نا شوني دي».

سمېت زیاته کړه چې، « اوس د برېښنا او ميخانيکې وسايلو په واسطه دروازه اداره کېږي او د نړۍ هېڅ پیاوړی او ځواکمن کس يې هم په پرانېستلو نه شي برلاسه کيدلی»

د دې هر څه سربېره په ۱۹۷۱م کال کې دغسې پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې، کله «ډان کوپر» بوينګ ۷۲۷ ډوله الوتکه اختطاف کړه او دوه سوه زره ډالر يې و غوښتل. په اخر کې د پراشوت په واسطه يې د الوتکې شاتنۍ دروازې څخه ځان وغورځاوه او له خلکو يې ځان پنا کړ.

د یادونې وړ ده چې، تښتوونکي پايلوټ مجبور کړی و چې د الوتکې دننه فشار کم کړي څو شاتنۍ دروازه پرانيستل شي. له دې پېښې وروسته د «کوپر وینز» توکي په الوتکو کې نصب شول څو د ورته راتلونکي کې د ورته پېښو مخه ونېول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button