
له تېرو څو میاشتو راهیسې د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ اختلافاتو د جمعیت گوند ځینې مشران دې ته وهڅول چې د ولسمشر په وړاندې غبرگون ښکاره کړي. د ټاکنو د کمیسون پخوانی رييس او د جمعیت اسلامي گوند د اجراییه شورا غړي فضل احمد معنوي ولسمشر ته گواښ کړی، چې که ولسمشر د واک پر انحصار ټينگ پاتې شي نو ښايي چې د ملي یووالي حکومت وپاشل شي.
ولسمشر سره د جمعیت اسلامي او جنبش ملي ګوندونو مخالفتونو د دې دواړو ګوندونو مشران سره نږدې کړي دي او په شمال کې ښايي چې د اوږدې مودې له پاره سره همغږي شي. د جنبش ملي اسلامي گوند ویاند ته ینج رسنیو ته وویل: «ولسمشر باید د اساسي قانون مطابق واک د حکومت د مشرانو تر منځ ووېشي چې اوسنۍ ستونزې حل شي».
له اجراییه رییس وروسته د ولسمشر دویم مرستیال جنرال دوستم او په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر ځانگړي استازي احمد ضیا مسعود هم پر ولسمشر توندې نیوکې وکړې. جنرال دوستم ولسمشر او اجراییه رییس دواړه په توکمپالنې متهم کړل او زیاته یې کړه چې د ولسمشر دفتر او امنیتي سلاکار غواړي چې ما منزوي کړي.
د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ اختلافاتو سیاسي شنونکي او د گوندونو مشران اندېښمن کړي چې گوندې دغه اختلافات ښايي هېواد کړکېچ ته بوځي. د سولې د عالي شوار غړي کریم خلیلي تېره ورځ رسنیو ته ویلي چې د جهادي او ملي گوندونو مشران به کله هم د ملي یووالي حکومت مشرانو ته دا اجازه ور نه کړي چې افغانستان د بې ثباتۍ په لور ټیل وهي.