اسلام اباد: اسیا زړه کنفرانس پيل شو
د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د لومړي وزير نواز شريف په پرانیستونکې وينا «اسيا زړه هېوادنو کنفرانس» پيل شو.
لومړي وزير نوازشريف وويل، چې افغانستان د پاکستان «ښه او تاريخي ګاونډي» دی او پاکستان تل هڅه کړې، چې افغانستان کې «سوله او امنيت ټينګ وي».
نوازشريف د خپلې پرانیستونکې وينا په ترڅ کې وويل، چې هېواد يې افغانستان سره د تلپاتې ښو اړيکو غوښتونکی دی، د سيمې او افغانستان امنيت د پاکستان د بهرنۍ پاليسي مهمه برخه ده.
د پاکستان لومړي وزير وويل: «زه يو ځل بيا خپله پخوانۍ خبره تکراروم، چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی او موږ يوازې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې پروسه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکوو.»
نوازشريف د خپلو خبرو په ترڅ کې د سيمې او نړۍ پر چارواکو غږ وکړ، چې د افغانستان پرمختګ او امنيت لپاره په ګډه هڅې وکړي او هېڅوک بايد خپله خاوره د بل ګاونډي پر ضد کارولو ته پرې نه ږدي.
صدر اعظم نوازشريف زياته کړه، دوی تل هڅه کړې، چې خاوره يې د ګاونډيو هېوادونو «پر ضد ونه کارول شي» او له خپلو ګاونډيانو هم د ورته ګام غوښتنه کوي.
له نواز شريف وروسته افغان ولسمشر اشرف غني هم اسيا زړه کنفرانس ته په خپله وينا کې وويل، چې هېواد يې تل پاکستان سره د ښو اړيکو هڅه کړې او لا هم پاکستان ته سترګې پر لارې دی، چې د افغانستان سولې او ثبات کې مرسته وکړي.
ولسمشر غني د افغانستان او پاکستان تر منځ پيدا شوو ستونزو ته په اشاره وويل، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د بې باورۍ تر ټولو ستر لامل «ترهګرې ډلې» دي.
غني زیاته کړه: «ډېری افغانان لا هم شکمن دي، چې پاکستان افغان حکومت د يو سيال په توګه پېژني کنه، مګر د لومړي وزير نوازشريف پر اوسنۍ ژمنې پوره باور دی، چې پاکستان به افغانستان سره هر ډول مرسته او همکاري کوي.»
ښاغلي غني يو ځل بیا خپله خبره تکرار کړه، چې هېواد يې يوازې خپله نه، بلکې د ټولې سيمې لپاره ګواښونکو ډلو سره په جګړه اخته دی او دا کار د سيمې او نړيوالو هېوادونو له همکارۍ پرته ستونزمن دی.
اسيا زړه کنفرانس ۲۰۱۱م کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ترکيې په ګډو هڅو پيل شوی و، چې اوسنی کنفرانس يې پنځمه برخه بلل کيږي.
په دغه کنفرانس کې د څوارلسو غړو هېوادونو په ګډون د ۲۷ څارونکو هېوادونو او دوولسو نړيوالو ټولنو استازي ګډون لري.