روانې چارېسلايډ

روسيه نور د بشري حقوقو شورا کې غړيتوب نه لري

روسيې د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا کې خپله څوکۍ له لاسه ورکړه. د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د انتخاباتو له لارې، چې د تېرې جمعې په ورځ ترسره شول د راتلونکو درې کلونو لپاره ۱۴ غړي هېوادونه د بشري حقوقو شورا لپاره وټاکل.

د اناضول د راپور پر اساس، دغه ۱۴ څوکيو لپاره د ۴۷ هېوادونو ترمنځ سيالي ترسره شوه. چې د اسيا ۴، د افريقا ۴، د ختيځې اروپا ۲ ، د لاتيني امريکا او د کاربين سمندر شاوخوا سيمې ۲ او لودېځې اروپا او نورو هېوادونو لپاره ۲ څوکۍ ځانګړې شوې وې.
د روس، هنګري او کروشنا هېوادونو ترمنځ د ختيځې اروپا په دوه څوکیو سيالي روانه وه او د برازيل، کیوبا او ګواتیمالا هېوادونو ترمنځ د لاتيني امريکا او کاربین سيمو څوکۍ لپاره سيالي روانه وه.
خو د چين او سعودي عربستان څوکۍ د اسیا هېوادونو کې باوري وه. ځکه چې له اسيايي هېوادونو څخه ۴ کانديدان و چې د دوی سربېره دوه نور يې جاپان او عراق و. همدا راز د مصر، رواندا، نوب افریقا او تونس بريا د افريقايي دولتونو ترمنځ او د امريکا د متحده ایالاتو او انګلستان بريا د لويديځې اروپا په هېوادونو کې باوري وه.
د ملګرو ملتونو اسامبلۍ په عمومي تالار کې رايې واچول شوې. رایه اچونه سري وه او د ملګرو ملتونو سر منشي پيتر تامسن له خوا يې پايلې اعلان شوې.
یادې رایه ګيرۍ څه له پاسه یو نيم ساعت ونیو. چې په پایله کې يې تونس په(۱۸۹ رايو)، جنوبي افريقا په (۱۷۸ رایو)، رواندا په (۱۷۶ رایو) او مصر په (۱۷۳ رایو) له جنوبي افریقا هېوادونو څخه بریالي شول.
په اسيايي هېوادونو کې چين په (۱۸۰ رایو)، جاپان په (۱۷۷ رایو)، عراق په (۱۷۳ رایو) او سعودي عربستان په (۱۵۲ رایو) بريالي شول.
متحده ایالات په (۱۷۵ رايو) او انګلستان په (۱۷۳ رايو) د لويديځې اروپا څوکيو ته بریالي شول.
روسيې د (۱۱۲ رایو) اخيستلو سره خپله څوکۍ ختيځې اروپا کې وبايلله. مجارستان د (۱۱۴ رایو ) او کورويشیا د (۱۱۴ رایو) په اخستلو یادې دوه څوکۍ وګټلې.
د یادونې وړ ده چې د بشري حقوقو نړيوال سازمان په ۲۰۰۶م کال کې ددې لپاره جوړ شو چې له بشري حقوقو څخه د سرغړونو څارنه وکړي. یاد سازمان ۴۷ غړي هېوادونه لري. چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ښکاره يا پټې رایه اچونې لخوا ورته غړيتوب ورکړل شوی.
د بشري حقوقو سازمان شورا د درې کالو لپاره انتخابېږي چې د درې نورو کلونو لپاره تمديدېدای هم شي. هغه هېوادونه چې د شورا غړيتوب يې ختم شي پر ځای یې د کلني انتخاباتو له لارې نوي غړي معرفي کیږي.
د ملګرو ملتونو عمومي سازمان د یاد سازمان د فعالیتونو څارنه کوي. د یاد سازمان غړيتوب د جغرافيې په اساس داسې تقسيم شوی:
1- افريقايي هېوادونه: ۱۳ څوکۍ.
2- اسيایي هېوادونه: ۱۳ څوکۍ.
3- لاتيني امریکا او د کاربیني سمندر هېوادونه: ۸ څوکۍ.
4- د لودیځې اروپا هېوادونه: ۷ څوکۍ.
5- ختيځې اروپا هېوادونه: ۶ څوکۍ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button