افغانستان

اتمر حکمتيار لپاره له بهرنيو سفارتونو پيسې غوښتي

راپورونه وايي، چې ملي امنيت کې د ولسمشر غني سلاکار حنيف اتمر کابل کې له بهرنيو سفارتونو د حکمتيار لپاره د پيسو غوښتنه کړې ده.

هشت صبح ورځپاڼې د باوري سرچينو له قوله ليکلي، چې ښاغلي اتمر له سفارتونو غوښتي، چې ده ته پيسې ورکړي څو دی یې د حزب اسلامي مشر گلبدين حکمتيار ته ورکړي.

راپور زياته کړې ده: «حنيف اتمر په دې دليل له سفارتونو د حکمتيار لپاره پيسې غوښتي، چې نوموړی نور دولت سره جگړه نه کوي، ځکه نو د هغه شخصي او د هغه د حزب لگښتونه بايد ورکړل شي». خو راپور دا نه ده څرگنده کړې چې دغه پيسې له کومو سفارتونو غوښتل شوې دي.

د گلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي د روان لمريز کال د ميزان پر اتمه نېټه له ولسمشر غني سره د سولې هوکړه لاسليک کړه او وروسته د دواړو لوريو تر منځ د اوربند تړون وشو. ولسمشر غني په دې اړه له امنيتي ځواکونو وغوښتل، چې نورو ډلو سره د جگړې پر مهال د حزب اسلامي د جنگيالو ملاتړ وکړي او په بدل کې يې حزب اسلامي د دولت پر ضد د هر ډول نظامي خوځښت بندول ومنل.

سرچينې څرگنده کړې، چې د دغو سفارتونو چارواکو ښاغلي اتمر ته ويلي، چې موضوع به له خپلو حکومتونو سره شريکه کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې تمه کېږي افغان دولت به په نږدې راتلونکې کې په رسمي ډول له ملگرو ملتونو وغواړي چې د گلبدين حکمتيار نوم له تور لېسته لرې کړي.

حکومتي چارواکو يا هم د حزب اسلامي غړو د هشت صبح د دغه راپور په رد يا تاييد کې تر دې دمه څه نه دي ويلي.

Related Articles

One Comment

  1. ځلاند جانه
    تا خو داسی مجهول او د یوی پردی پالی ورځپاڼی خبر نشر ته سپارلی چی خپله خپلواکی مو تر پوښتنی لاندی راوستلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button