خبرونه
کابل: د ملي اردو پر رېنجر چاودنې مرګ ژوبله اړولې
کابل کې تېر ماښام د ملي اردو پر يوه رېنجر چاودنه شوې چې له امله یې مرګ ژوبله پېښه شوې ده.
راپورونه وايي چې د چاودنې له کبله د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او يو سرتېری او دوه ملکي کسان ټپیان شوي دي. پېښه پنځمې حوزې ته څېرمه رامنځته شوې ده.
له امنیتي څېړنو وروسته ویل شوي دي چې چاودنه د مقناطیسي بم له لارې تر سره شوې ده. تر دې دمه کومې مخالفې وسلهوالې ډلې د برید مسووليت پر غاړه نه دی اخیستی.
په دې وروستیو کې د کابل په شمول د هېواد په نورو سیمو کې د مقناطيسي بم چاودنې ډېرې شوې دي او په ډېرو پېښو کې د ملي اردو رینجرې په نښه کېږي، چې چارواکي يې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي.