ټولنه

د نړۍ تر ټولو مشر انسان

د نړۍ تر ټولو مشر انسان امريکايۍ سوزانا موشات وه چې ۱۱۶ کاله عمر يې وو او څه موده وړاندې مړه شوه. خو اوس د نړۍ په ژونديو انسانانو کې تر ټولو مشر انسان يوه ايټالوۍ ښځه ده چې ۱۱۶ کاله عمر لري.

دغه ايټالوۍ بوډۍ ايما مورانو نومېږي او د ۱۸۹۹م کال د نومبر په ۲۹مه نېټه د ايټاليې په شمال کې د بيمونټي په نامه سيمه کې چې سويس ته نږدې ده، زېږېدلې. دغه ښځه په ژونديو انسانانو کې د نړۍ تر ټولو مشر انسان بلل شوی. که څه هم د هغې عمر ۱۱۶ کاله دی، خو روغتيايي حالت يې ښه دی.

د ايما ډاکټران وايي چې د هغې د عمر د اوږدوالي راز د هغې په خوراکي طريقه او مناسبه اندازه خوب کې پروت دی. هغه سهار شودې يا اوبه او بسکېټ خوري. بيا د ورځې دوه هګۍ خوري، يوه اېشول شوې او بله پخه شوې. د ورځې هغه لږه غوښه هم خوري، خو د شپې د خوړو پر ځای يو ګيلاس شودې څښي.

د ځوانۍ پر مهال دغه ايټالوۍ بوډۍ له خپل خاوند سره خوشاله نه وه، نو په ۱۹۳۸م کال کې ترې بېله شوه او له هغې راپه دې خوا يې بيا واده نه دی کړی. هغه وايي نه يې غوښتل چې څوک پرې مشري وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button