افغانستانسلايډ

چارواکي: روانه خرابه امنيتي وضعه امريکا سره د امنیتي تړون د لاسليک نتيجه ده

د ملي يووالي حکومت ځينې چارواکي په دې اند دي، چې هېواد کې روانه خرابه امنيتي وضعه د امريکا له متحده ايالاتو سره د امنيتي تړون د لاسليک پايله ده.

د پخواني ولسمشر دويم مرستيال په داسې حال کې چې د امنيتي وضعيت په اړه خپله اندېښنه څرگندوي، ويسا ورځپاڼې سره خبرو کې ويلي، چې امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک د وضعيت له ښه والي سره هيڅ مرسته نه ده کړې.

نوموړي د ولسمشر غني او اجرايه رييس ډاکټر عبد الله تر منځ اختلافاتو ته په اشاره ويلي، چې حکومت يې له ټاکنو وړاندې بحراني حالت ته رسولی، په داسې حال کې چې د دې حکومت دوه کاله پوره کېږي.

هغه نيوکه کړې، چې د ملي يووالي حکومت چارواکي تر اوسه په خپل منځ کې د هوکړه ليک په عملي کولو نه دي توانېدلي.

ښاغلی خليلي چې اوسمهال د سولې شورا لومړی مرستيال دی، ټينگار کوي، چې له وسله والو طالبانو سره هم د حزب اسلامي غوندې بين الافغاني مذاکرات وشي، ځکه بهرنيان افغانانو ته سوله نه شي راوستلی.

تېره ورځ د ولسي جرگې غړي مولوي تره خېل هم څرگنده کړې وه، چې هېواد کې خراب امنيتي حالات امريکا سره د امنیتي تړون پايله ده او بايد له سره په دې تړون غور وشي.

خو افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه بيا د امنيتي گډوډۍ پړه ټوله پر افغانانو اچوي. تېره ورځ د دغو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن رسنيو سره خبرو کې وويل، چې د افغان امنيتي ځواکونو د تلفاتو او د طالبانو د بريدونو د ډېرېدو ستر سبب د امنيتي ځواکونو د رهبرۍ کمزوري ده.
هغه زیاته کړه، چې له هغه وروسته چې جگړه کې يې د ځواکونو واک پراخ شو، شاوخوا اته سوه هوايي بریدونه يې افغانستان کې کړي، چې په ترڅ کې يې زرگونه بمونه ورولي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button