د ارگ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر د دویم مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم وروستۍ څرگندونې به د عدلي او قضايي ارگانونو له لارې وڅېړل شي چې د دې تورونو کرهوالی ثابت شي او د هېواد د قوانینو مطابق ورسره معامله وشي.
خبرپاڼې دغه راز زیاته کړې چې یو لوري ته افغان ځواکونه په هېواد کې د ترهگرو په وړاندې په جگړې بوخت دي او بل لوري ته په نړیوالې ټولنې کې د ولسمشر هڅې ثمرې ته رسېدلي او له دې سره هغه د کابینې او امنیت شورا د غړي په توگه دغه ډول څرگندونې د هغه له حیثیت سره نه ښايي. خبرپاڼې همداراز زیاته کړې چې جنرال دوستم د لومړي مرستیال په صفت ټول صلاحیتونه د قانون په رڼا کې لري.
جنرال دوستم تېره اوونۍ په فاریاب کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو لپاره تللی وو چې کاروان یې له گڼو یرغلونو سره مخ شوی وو او د پخوا په نسبت ډېر ونه ځلېد. دوستم چې کله کابل ته راوگرځېد نو په ولسمشر، اجرایه ریاست، امنیت سلاکار او د استخباراتو په مشرانو یې توندې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې اشرف غني یوازې پښتون لوگری او عبدالله عبدالله تاجکان په دندو گوماري او ورته ارزښت لري.
جنرال دوستم تر دې وړاندې هم پر ولسمشر نیوکې کړې وې چې گواکي واک نه لري او اړتیا هم نه ویني چې خپل دفتر ته ولاړ شي.