په ټولنه کې ځینې انسانان تر نورو ډېرې لاسته راوړنې لري چې همزولو کې بریالي شمېرل کېږي. په کلي او کور کې د نورو لپاره بېلگه وي او هر څوک غواړي چې د دوی په څېر بچیان وروزي چې روښانه راتلونکی ولري. د کامیابو انسانانو تر ټولو ستره ځانگړنه دا وي چې دوی خپل وخت تنظیموي او هر کار په خپل مناسب وخت کې تر سره کوي. د دې تر څنگ اووه نورې ځانگړنې هم شته چې د دوی د بریالیتوب لامل گرځېدلي دي چې په لاندې ډول دي:
- په نظم باور لري
بې نظمه ځای کې انسان کار په ښه ډول نه شي تر سره کولای. د بې نظمه انسانانو ذهن په یو وخت کې په ډېرو نورو څېزونو کې مصروف وي. که چېرې د دوی شاوخوا ځای منظم وي نو دوی خپل کار په مناسب وخت او په ښه ډول تر سره کولای شي. فعال انسانان تل کوښښ کوي چې د اوسېدو او کار ځای یې منظم او مناسب وي.
- د هر کار لپاره مهال وېش ټاکي
موږ تل چې سهار له خوبه پاڅو خپل معمول کارونه پر مخ بیا یو. لمونځ کوو، دفتر، پوهنځي یا پوهنتون ته ځو له ملگرو سره کتنه کوو او بېرته کور ته راگرځو چې دا ټول په منظم کاري پلان سره نه تر سره کوو. فعال انسانان هر څه ته خپل وخت ورکوي او د سرته رسولو لپاره یې ټاکلی وخت لري.
- د نن کار سبا ته نه پرېږدي
د نن کار د کولو لپاره ټم سایکل یوه ساده نسخه وړاندې کوي. سایکل وايي چې له خوړو وروسته خپل لوښي وینځئ او سبا ته یې مه پرېږدئ. زیم بیا وايي چې د یوه قدم په اخیستو سره بل قدم خپل ځای پیدا کوي، په دې معنا چې نن خپل کارونه تر سره کړې نو سبا ته بیا د نورو کارونو د کولو لپاره بشپړ وخت لرلای شې. فعال انسانان د نن کار سبا ته نه پرېږدي، دوی خپل هر کار په خپل وخت سره تر سره کوي او په لږ وخت کې په دې توانېږي چې ډېرې لاسته راوړنې ولري.
- برېښنالیک هر وخت نه گوري
برېښنالیک، مسیج او په ټولنیزو رسنیو کې هر وخت فعال نه وي، د لیکلو او راغلو لیکونو لپاره وخت ورکوي چې په خپل مناسب وخت یې ترسره کړي. که چېرې هر وخت برېښنالیک، مبایل او ټولنیزې رسنۍ وگوري نو د وخت ډېره موده ترې ضایع کېږي.
- تل خپلې روغتیا ته پاملرنه کوي
که یو بریالی انسان ډېرې لاسته راوړنې ولري او په پای کې خپله روغتیا له لاسه ورکړي نو راتلونکي کې بیا د نورو کارو د ترسره کولو توان له لاسه ورکوي. د ورغتیا لرل په خپله یوه ستره لاسته راوړنه ده چې انسان باید ورته وخت ورکړي. فعال انسانان خپلې روغتیا ته ډېر وخت ورکوي او کوښښ کوي چې د روغ صحت په لرلو سره کارونه په ارامی او ښه ډول تر سره کړي.