د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي پرون د مشرانو جرگې عمومي غونډه کې څرگنده کړه، چې وزارتونو سږ کال پينځه شپېته سلنه انکشافي بوديجه نه ده لگولې.
نوموړي زیاته کړې ده: «په داسې حال کې چې د کال پای ته رسېدو ته دوه مياشتې پاتې دي، د بوديجې د خرڅ دومره اندازه پاتې کېدل د اندېښنې وړ خبره ده».
ښاغلي حکيمي ويلي: «پينځه دېرش سلنه انکشافي بوديجه خرڅ شوې ده، نن چې د مالي کال پای ته رسېدو ته يوازې دوه مياشتې پاتې دي، د تاسف ځای دی».
حکيمي له حکومته غوښتي دي، چې د هغو وزيرانو په وړاندې تصميم ونيسي، چې بوديجه يې نه ده لگولې.
له دې وړاندې د افغانستان ولسي جرگې هم پر ځينو وزيرانو د بوديجې د نه مصرف له کبله نيوکه کړې وه.
د ولسي جرگې يوه غړي عبد الستار خواصي تازه ويلي: «ولسمشر دې ټول دغه وزيران له دندو گوښه او څارنوالۍ ته ور وپېژني او ولسي جرگه دې له اساسي قانون سره سم له دوی نه د تاييد رايه بېرته واخلي».
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر غني له لوري په نږدې راتلونکې کې د ځينو وزيرانو د لرې کولو او ځینو نورو د بدلولو گنگوسې هم اورېدل کېږي. سرچينې وايي، چې دغه کار له دې امله ځنډېدلی دی، چې د ولسمشر او اجرايه رييس تر منځ پرې اختلافات پای ته نه دي رسېدلي.