افغانستانسلايډ

د کوکنارو کر کې لس سلنه ډېروالی راغلی

د ملگرو ملتونو تازه راپور څرگنده کړې ده، چې افغانستان کې د کوکنارو په کر کې سږ کال د تېر په پرتله لس سلنه ډېروالی راغلی دی.

ملگرو ملتونو کې د نشه‌يي توکو سره د مبارزې دفتر نن په خپل دغه راپور کې ويلي، چې ۲۰۱۵ز کې د افغانستان پر ۱۸۳زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو خو ۲۰۱۶ کې پر دوه سوه او يو زره هکټاره ځمکه کرل شوي دي. ياد دفتر پر دې سخته اندېښنه ښودلې ده.

له راپور سره سم سږکال د کوکنارو حاصل هم د نورو کلونو په پرتله ډېر و، چې مخکې يو هکټار ځمکې شاوخوا اتلس کيلو گرامه اپين کړی و، خو سږ کال يې نږدې څلرويشت کيلوگرامه اپين کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنيو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ادارې څه موده مخکې څرگنده کړې وه، چې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره گمارلي پوليس يې جگړو ته استول کېږي او خپلې دندې پر مخ نه وړي.
دغې ادارې زياته کړې وه، چې د کوکنارو په کر کې زورواکي او چارواکي لاس لري او په کومو سيمو کې چې کوکنار کرل کېږي، چارواکي او پوليس د دوی له لوري گمارل کېږي.

ولسمشر غني د روان کال په مۍ مياشت کې لندن کې فساد سره د مبارزې نړيواله غونډه کې څرگنده کړې وه، چې د افغانستان اتيا سلنه نشه‌يي توکي اروپا ته ځي او هلته بازار لري.
ښاغلي غني د ملگرو ملتونو راپور ته په اشاره ويلي وو، چې په تېرو لسو کلونو کې له نشه‌يي توکو څخه د ترلاسه شويو پينځه سوو ملياردو ډالرو څلور سوه اتيا د اروپا دننه ترلاسه شوي دي.

افغانستان کې د کوکنارو کر او حاصل په داسې حال کې ورځ له بلې زور اخلي، چې له منځه وړل يې امريکا دلته د خپلې جگړې يوه مهمه موخه بلله. خو نړيوالې ادارې افغانستان کې د امریکا جگړه ځکه ناکامه بولي، چې د دې په گډون نورې گڼې نورې موخې يې لا هم ترلاسه نه کړې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button