افغانستانسلايډ

چارواکي: د چورې ولسوالۍ دري دېرش پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلي

د روزگان چارواکو خبر ورکړی، چې د چورې ولسوالۍ دري دېرشو پوستو سقوط کړی او طالبان د دې ولسوالۍ بازار ته ننوتلي دي.

د چورې ولسوال عبد المالک نن ازادۍ راديو سره خبرو کې څرگنده کړه، چې له تېرو دريو شپو راهيسې د ولسوالۍ پر مرکز هم د طالبانو توند بريدونه روان دي. دغه ولسوالۍ له دوو مياشتو راهيسې د طالبانو تر کلابندۍ لاندې وه.

ولسوال امنيتي وضعه خرابه بللې او د ولسوالۍ د سقوط وېره يې څرگنده کړې ده. هغه وايي: «د ولسوالۍ امنيتي وضيت ډېر خراب دی، طالبان د مرکز په سل مترۍ کې جگړه کوي او که تازه دمي ځواکونه را ونه رسېږي، ولسوالۍ به سقوط وکړي.

د هغه په وينا اوسمهال د ولسوالۍ له پينځه څلوېښتو پوستو څخه دري دېرشو يې سقوط کړی او پاتې دولس نورې هم د سقوط په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرون د روزگان مرکز ترينکوټ ته څېرمه د ملي اردو یوه ستره قرارگاه ونيوله او د جگړې پر مهال يې يوولس تنه سرتېري ووژل او د يوه قوماندان په گډون يې اوولس نور ژوندي ونيول.

د دې ولايت د ولايتي شورا رييس عبد الکريم خادمزی وايي، چې دوه ورځې وړاندې دهراود ولسوالۍ کې هم يوه قرارگاه او یوه پوسته طالبانو نيولې وې، چې په ترڅ کې يې سرتېرو ته مرگ ژوبله هم اوښتې ده.

دغه راز تېره اوونۍ د ترينکوټ اړوند کرنا سیمه کې د عامه نظم دري دېرش تنه پوليس د مرستو د نه ور رسېدو له کبله طالبانو ته تسليم شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button