سيمه او نړۍ

ایټالیه: یوې ښځې له خسر سره د جنسي اړیکو پټولو له پاره خپل اته کلن زوی وژلی

مورګانې د خپلو اولادونو له پاره له خپل ځان څخه هم تېرې وي، مګر یوې ایټلوۍ ښځې د خپلو جنسي اړیکو د پټولو له پاره خپل اته کلن زوی وژلی دی.

مېل آنلاین رسنۍ راپور ورکوي چې دېرش کلنې ویرانیکا خپل زوی په خپلو لاسونو وژلی او وروسته د دې له پاره چې ځان بري ثابته کړي، هغې پولیسو ته ټلیفون کړی او ویلی یې دی چې زوی یې لادرکه دی.

د روم ښار پولیس وایي چې ویرانیکا ویل چې خپل ماشوم یې ښوونځي ته رسولی او نور ورک شوی دی. خو د پولیسو څېړنې ښکاره کړې چې هغې خپل خسر سره جنسي اړیکې لرلې او په دغه حالت کې یې اته کلن زوی لیدلي وو. پولیس وایي دغې ښځې د دې له پاره خپل زوی وژلی چې خلک یې له نا مشروعو اړیکو خبر نه شي.

ویرانیکا له خپل زوی سره کوم پټ ځای ته تللې وه او په رسۍ یې خپل زوی وژلی. پولیسو ویلي، کله چې د ماشوم جسد وموندل شو، مور یې هڅه کوله چې خپل خسر یې په وژلو تورن کړي. خو څېړنو ښودلې وه چې مور یې قاتله ده.

د ایټالیې محکمې ویرانیکا د قتل په تور په دېرش کاله بند محکومه کړه، او د خسر په اړه یې لا هم څېړنې روانې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button