امريکايي مجلې فارن پاليسي په خپله وروستۍ گڼه کې د «امريکايي جنرالان افغانستان کې ناکام شول» تر نامه لاندې يو مطلب خپور کړی دی او څرگنده کړې يې ده، چې افغانستان کې د امريکا پوځي ناکامي تکتيکي نه، بلکې د پوځي رهبرۍ ناکامي ده.
د فارن پاليسي له ليکنې سره سم ترهگرۍ سره د مبارزې طرح چې جنرال ډيوډ پټريوس يې له بنسټگرو شمېرل کېږي، په پيل کې داسې معلومېده، چې گوندې امريکايي پوځ د افغانستان او عراق د جگړې له سخت حالت سره پر ځان سمولو توانېدلی دی. خو دغه طرح بريالۍ نه شوه او ډېره ژر معلومه شوه چې دا يوه سربېرنه طرح وه.
مجلې د امريکا د دفاع وزارت د یوه چارواکي هغو خبرو ته اشاره کړې، چې وايي افغان ځواکونه طالبانو سره جگړه کې هوايي مرستې ته اړتيا لري. مجلې پوښتلي، چې طالبان څه ډول له دې مرستې پرته خپل کار پر مخ وړي، خو افغان ځواکونه بيا د وړاندې تلو توان نه لري.
مجله دا پوښتنه په داسې وخت کې کوي، چې امريکا ځواکونه له ډېرو کلونو راهيسې د طالبانو پر ضد جگړه کې پر لا ډېرو سرتېرو، وسلو او مهماتو ټينگار کوي، خو طالبان ورځ له بلې ډېرې سيمې لاندې کوي او جگړه يې توندېږي.
بل پلو د امريکا د دفاع وزارت لوړپوړي جنرالان لا هم پر امريکايي حکومت ټينگار کوي، چې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو په بېرته ويستلو دې غور نه کوي، ځکه د افغانستان امنيتي حالات ورځ له بلې خرابېږي او افغان ځواکونه په يوازې ځان د طالبانو د بريدونو د تنبولو توان نه لري.