پاموړ
انسانان له غاښونو وپېژنئ
د رواني چارو پوهان وايي چې انسانان د غاښونو له شکل څخه هم پېژندل کېږي. په عمومي ډول انسانان لاندې اووه ډوله غاښونه لري چې له مخې یې پوهانو د دوی د شخصیت مهمو ټکو ته اشاره کړې:
- هغه انسانان چې د غاښونو اندازه یې یو ډول وي ښه ویناوال شمېرل کېږي؛
- د فکري انسانانو غاښونه یوه اندازه نه لري او لوړ او ټیټ وي؛
- د لوړو غاښونو لرونکي انسانان غصه کوونکي او حریص وي؛
- واړه او تېز غاښونه لرونکي انسانان عموم زیرک او د نورو په غولولو کې مهارت لري؛
- د غاښونو تر منځ فاصله لرونکي انسانان تل د یو هدف لپاره ژوند کوي؛
- د پاسنۍ جامې کې د غاښونو تر منځ فاصله لرونکي انسانان خوښ او خوشحاله وي؛
- د غټو او جوړو غاښونو لرونکي انسانان زړور او ځواکمن وي.