افغانستان

ولسي جرگه: د فراه ښار سقوط لا هم شونی دی

د ولسي جرگې يو شمېر غړي وایي، چې فراه کې د وسله والو مخالفينو پر ضد هيڅ پرمختگ نه دی شوی او اوس هم د دې ښار د سقوط امکان شته.

د ولسي جرگې غړي محمد سرور عثمان ازادۍ راديو سره خبرو کې ويلي، چې د طالبانو او فراه ښار تر منځ يوازې د فراه رود سيند دی او طالبان د ښار په نږدې سيمو کې ځای پر ځای دي.

دی زياتوي: «هغه سيمې چې د طالبانو په لاس کې وي اوس هم دي، د طالبانو په شا تنبولو لپاره هيڅ پرمختگ نه دی ليدل شوی، چې د خلکو اندېښنې کمې کړي».

د فراه استازي وايي، چې دې ولايت کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ روانه جگړه دولس ورځنۍ شوه او لا هم روانه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکايي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ په وينا ناټو د تېرې جمعې په ورځ اعلان کړه، چې فراه ته يې يو شمېر بهرني سلاکاران استولي دي. ورځپاڼې د دغو سلاکارانو د استولو هدف د افغانستان د امنيتي ځواکونو لارښوونه او مشوره ښودلی دی.

د ولسي جرگې يوه بله غړې حميرا ايوبي وايي: «فراه کې مېشتو امنيتي ځواکونو تر اوسه د طالبانو د ځپلو لپاره کوم گټور عملیات نه دي پيل کړی».

هغې زياته کړې ده، چې که په نږدې وخت کې طالبان له ښاره ونه ويستل شي، نو د فراه ښار سقوط ناممکن نه دی.

دا زياتوي: «طالبان لا هم د ښار په داخل کې دي. امنيتي ځواکونه وايي دوی غواړي مخته ولاړ شي، خو د حملې کولو اجازه نه ورکول کېږي».

خو د فراه والي محمد اصف ننگ بيا وايي، چې ښار کې د طالبانو پر ضد عمليات روان دی او د هغوی د بریدونو مخه نيول شوې ده.

د فراه د سقوط وېره په داسې حال کې ده، چې کندز، هلمند، روزگان، فارياب او بغلان کې هم د طالبانو بریدونه د پخوا په پرتله ډېر شوي او ځينې ښارونه له سقوط سره مخ دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button