کورنيو چارو وزارت د پينځو لوړپوړو چارواکو دندې ځنډولي
کورنيو چارو وزارت په ادارې فساد کې د ښکېلتيا له کبله د پينځو تنو لوړپوړو چارواکو دندې ځنډولې دي. دغه وزارت وايي، چې ډېر ژر به دا چارواکي لويې څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.
له راپورونو سره سم د کورنيو چارو وزارت د امنيت د تامين معين مرتضی رحيمي او د دې وزارت د پېرنې عمومي رييس ښاغلی بخشي په هغو کسانو کې شامل دي، چې وزارت يې دندې ځنډولې دي. پاتې درې نور د وزارت د تدارکاتو د کميسيون غړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې مرتضی رحيمي د اجرايه رييس د دوهم مرستيال محقق له نږدې کسانو څخه دی او ښاغلی بخشي د ولسمشر له لوري پر دې دنده ټاکل شوی و.
خو د بروکسل له غونډې وړاندې د کورنيو چارو وزارت يو جنرال له درنو جرمونو سره د مبارزې ادارې له لوري ونيول شوی او ولسمشر غني بروکسل غونډه کې د نوموړي نيونه د فساد پر ضد د دولت له لاسته راوړنو وبلله.
په خپله کورنيو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.