افغانستانسلايډ

سپنتا: امريکا نړۍ کې د شاتگ په حال کې ده

د افغانستان د ملي امنيت پخواني سلاکار رنگين دادفر سپنتا ويلي دي، چې امريکا نړۍ کې د شاتگ په حال کې ده.

نوموړي دا خبرې هرات کې د امنيتي خبرو اترو په پينځمه نړيواله غونډه کې کړې دي. دې غونډه کې د نړۍ د نږدې شلو هېوادونو استازو گډون درلود.

د غونډې ډېری گډونوالو څرگنده کړه، چې د نړۍ زبر ځواکونه افغانستان کې د رقابتي جگړو د پيلولو په حال کې دي، چې دا کار د سيمې د هيڅ هېواد په گټه نه دی.

د ملي امنيت پخواني سلاکار څرگنده کړه، چې د سعودي، قطر او عربي اماراتو په گډون د نړۍ ستر ځواکونه افغانستان کې د ترهگرو ډلو ملاتړ کوي او دا چاره په يوه ورځني کار بدله شوې ده.
د هغه په وينا دغه هېوادونه افغانستان کې ترهگرۍ سره د مبارزې په پلمه د ترهگرۍ ملاتړ کوي، چې زیان يې ټول د افغانستان خلکو ته دی.

د غونډې گډونوالو د سيمې پر هېوادونو غږ وکړ، چې په گډه د سيمې د امنيت لپاره کار وکړي.

افغانستان کې وروستيو بدلونونو ته په کتو د چارو شنونکي اندېښنه څرگندوي، چې دغه هېواد به په راتلونکې کې د نړۍ د سترو ځواکونو او حريفو هېوادونو تر منځ د نيابتي جگړې پر ډگر بدل شي، چې امريکا، روسيه، چين، هندوستان، پاکستان، سعودي او ايران په دغو هېوادونو کې يادېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button