سلايډسيمه او نړۍ

اسد وايي سوريه کې لويديځ او روسيه سره په ښکر شوی

د سوريې ولسمشر بشار الاسد ویلي چې، د سوريې کړکېچ د روس او غرب ټکر دی. د سوريې پوځ به وتوانېږي چې، د حلب په بېرته نېولو سره ترهګر ترکيې ته وشړي.
د مرکې په هغه کلېپ کې،چې رسنيو کې خپور شوی دی ، بشار الاسد په سوريه کې د ترکيې کړه وړه یرغل او د نړيوالو قوانينو مخالفت بللی. نوموړي د سوريې پوله کې د ترکي پوځ عملياتو ته اشاره وکړه ، چې د اګست په ۲۴مه د ترکيې په مرسته آزاد پوځ د حلب له شمالي برخې څخه د داعش د شړلو په موخه ترسره شوې وه.
اسد هيله څرګنده کړه چې، د روسيې او ترکيې وروستی نږدېوالی به د سوريې کړکېچ په تړاو انقرې سياست بدل کړي. د ده په خبره، ترهګرو ته د روسيې پوځي مداخلې له امله ستر زیان اوښتی، چې له امله يې ډېرې سيمې له لاسه وتلي.
درې اوونۍ د مخه کله چې د امريکې او روسيې ترمنځ اوربند مات شو، روسيې په حلب او شا او خوا سيمو هوايي بريدونه زیات کړي څو د سوريې نظامیان له ملکي مخالفينو د نوموړي ښار ولکه لاس ته راوړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button