بيبيسي: د هلمند پر ډېره برخه طالبان واکمن دي
کابل کې مېشت د بيبيسی فارسي خبریال ارشاد هنریار رپور ورکړی چې د هلمند ډېره برخه د طالبانو په واک کې دی. تېره ورځ د هلمند د ولایتي شورا مرستیال رسنیو ته ویلي وو چې په تېرو څو ورځو کې د پولیسو ۲۲۰ تنه غړي وژل شوي دي خو بل لوري ته د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق الله صدیق بیا دا خبره رد کړې او ویلي چې یوازې د ۳۰ په شاوخوا کې پولیسو وژل شوي دي.
په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو له لوري یوه ویډیو خپره شوې چې د ملي اردو سرتېرو اسیران په کې ښکاريږي او شاوخوا یې شمېره څلویښت تنو ته رسېږي. حکومتي چارواکي وايي چې دغه ویډیو پخوانۍ ده او د هلمند د لوسنیو جګړو څخه نه ده. د هلمند د ولایتي شورا مرستیال دغه راز ویلي چې په تېرو پنځلسو کالو کې اوسنۍ جګړه تر ټولو ډېره خطرناکه وه او ډېر بشري تلفات يې له ځان سره لرل.
د هلمند ګڼې ولسوالۍ له طالبانو سره دي او جګړه د لښګرګاه دروازو ته رسېدلې ده. د هلمند ولایت شاوخوا سیمو کې هم طالبانو جګړه پراخه کړې او د فراه ولایت هم ډېره برخه له طالبانو سره ده. د هېواد په ګڼو برخو کې جګړې زور اخیستی دی او ولسمشر تېره شپه د حالاتو د مدیریت لپاره ګڼ مشران ارګ ته ورغوښتي وو چې د سولې او جګړې په اړه ورسره مشوره وکړي.