افغانستانسلايډ

«طالبان بغلان کې ملي اردو ته پرله پسې ماتې ورکوي»

له بغلان څخه خپاره شوي راپورونه وايي چې د ملي اردو پوستې په پرله پسې توګه سقوط کوي او طالبان هره شېبه پر ولايت لا ډېر واکمنېږي.
د طلوع نيوز سيمه ييز ژورنالېست حميد شيرزی له پلخمري څخه وايي چې د بغلان امنيتي وضعه ډېره خرابه ده او هره شېبه لا خرابېږي. شيرزی وايي چې د دغه ولايت مختلفې برخې په پرله پسې توګه د طالبانو لاسونو کې لوېږي.
که څه هم د تېرې جمعې په ورځ د کورنيو چارو وزير د بغلان ولايت ليدنه کړې وه، خو رسنۍ وايي چې هغه د لنډې موده له پاره په ولايت کې و او څو شېبې يې له رسنيو سره خبرې هم وکړي. حميد شرزی وايي چې د کورنيو چارو وزير له خپلو څرګندونو ها خوا د ژورنالېستانو پوښتنې ځواب نه کړې او رسنيزه غونډه يې ژر پای ته ورسوله.
د طلوع نيوز ژورنالېست زياتوي چې د بغلان د ولايتي شورا غړي پر تاج محمد جاهد توندې نيوکې کوي او وايي چې که وزير د جګړې د مهار کولو له پاره پلان نه لاره، د هغه د راتلو اړتيا نه وه.
رسنۍ وايي چې بغلان ولايت ته د کورنيو چارو وزير، تاج محمد جاهد له سفر وروسته امنيتي وضعه لا خرابه شوې او له دې وروسته طالبانو څو نورې پوستې هم نيولي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button