افغانستانسلايډ

کارپوهان: امنيتي سرتېري د حکومت د بې غورۍ له کبله طالبانو ته تسليمېږي

په داسې حال کې چې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې يو ځل بيا وسله والو طالبانو ته د امنيتي سرتېرو تسليمېدو زور اخيستی، پوځي کارپوهان او چارواکي وايي، چې د دې کار اصلي لامل د سرتېرو په وړاندې د دولت بې غوري ده.

دوی نيوکه کوي، چې دولت د امنيتي ځواکونو غوښتنې نه ور پوره کوي او ډېری وختونه چې هغوی د جگړې پر مهال له حکومته مرسته وغواړي، حکومت ورته رسيدگي نه کوي.

په يوه تازه پېښه کې وړمه ورځ بادغيس کې د يوه قوماندان په گډون اتيا تنه سرحدي پوليس وسله والو طالبانو ته تسليم شول او خپلې وسلې او مهمات يې هغوی ته وسپارل.

له هغې يوه ورځ مخکې جوزجان کې دېرش تنه سيمه‌ييز پوليس او د دوی قوماندان طالبانو ته تسليم شول او نږدې هره اوونۍ ورته پېښې تر سترگو کېږي، چې ډېری وختونه د لوړپوړو چارواکو د بې غورۍ له امله وي.

د چارو شنونکي په دې اند دي، چې امنيتي ادارو کې د همغږۍ او پياوړي مديريت نه شتون او د جگړې په ډگر کې د سرتېرو اړتياوې نه پوره کول او نه اکمالول هغه څه دي، چې سرتېري تسليمېدو ته اړباسي.

د افغانستان پخواني لوی درستيز شير محمد کريمي ازادۍ راډيو سره خبرو کې ويلي: «په خپله زموږ له خوا که د پوليسو رهبري وي او که د بل کوم ارگان، د سربازانو توجه او مواظبت نه شته او په اکثرو ځايونو کې سرتېرو ته په خپل وخت د هغوی امکانات نه ور رسېږي».

د پوځي چارو کارپوه جنرال عتيق الله امرخېل په دې اړه وايي: «په ځينو سيمو کې امنيتي ځواکونه په اوونيو اوونيو محاصره وي، خو د حکومت له لوري يې پر وخت مرسته نه کېږي. له همدې کبله دوی اړ شي، چې يا تېښته وکړي او يا هم وسله والو طالبانو ته تسليم شي».
نوموړی زياتوي، چې امنيتي ادارې له ضعف مديريت سره مخ دي او چارواکي د مسووليتونو د ترسره کولو پر ځای پر شخصي گټو بوخت دي.

بل لور ته ځينې شنونکي په دې اند دي، چې له تسليم شويو سرتېرو سره د طالبانو چلن پر نورو سرتېرو دا اغېز کړی، چې د تنگسې حالت کې وسله وغورځوي او ځانونه تسليم کړي. طالبان ډېری دغه تسليم شوي پوليس په دې شرط رک روغ بېرته خوشې کوي، چې په راتلونکې کې به خپلې دندې ته نه ورگرځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button