خبرونهسلايډ

هایتي کې طوفانونو د ۹۰۰ کسانو ژوند اخیستی دی

هایتي کې له یوې اوونۍ راهیسې طوفانونو شاوخوا ۹۰۰ کسان وژلي او په سلگونه نور خلک یې بې کوره کړي دي. هایتي د امریکا د لویې وچې په شمال کې پرته ده چې لس ملیونه نفوس لري. دغه سیمه په خپل تاریخ کې هم له ګڼو طوفانو سره مخ شوې وه چې په سلګونه کسان په کې مړه شوي وو.

د طوفان له کبله د ښار ټول روغتونونه ډک دي او د نورو ټپیانو لپاره ځای نه شته او له کبله یې د مړو شمېره هم ډېره شوې ده. د طوفان له کبله د ښار تولیدي برخې هم زیانمنې شوي او اوسمهال خلک د خوراک او نورو لومړنیو توکو له کمښت سره مخ دي.

نړیوالې مرستندویه ادارې او حکومتونه سیمې ته د مرستو د رسولو لپاره رسېدلي تر څو د دې ناورین له کبله زیانمن شوو خلکو ته درملنه او خوراکي توکي ورسوي.

هایتي کې لس کاله دمخه هم طوفان شوی وو چې له کبله یې زرگونه خلکو خپل کورونه له لاسه ورکړي وو او په سلگونه نور مړه شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button