جمعه خان همدرد وايي د افغانستان له پاره به، د اوسنيو دوو ولسمشرانو پر ځای، ښه دا وای چې يو ولسمشر يې لرلای او يوه کس پرېکړه کولای.
همدرد چې کابل ته د حکمتيار د راتلو ډېر ملاتړ کوي، دغه څرګندونې له شمشاد ټلويزيوني چينل سره په خبرو کې وکړې. هغه په دغه مرکه کې، چې پرون خپره شوه، د سولې او د حکمتيار د راتلو په اړه څرګندونې کړې دي.
همدرد وويل چې د حکمتيار له اسلامي ګوند سره د خبرو اترو او سولې ډېر موافقين او مخالفين وو، خو هغه د مخالفينو له نوم اخيستلو ډډه وکړه. هغه ويل چې دا د يوه قوم استازي دي او نه غواړي چې د حکمتيار له راتلو وروسته له هغه سره خپل واک ووېشي.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې د حکمتيار له راتلو سره به د همدرد په ګډون ځينې حزبيان څنډې ته شي، ده وويل چې دا سمه انګېرنه نه ده، د حکمتيار په راتلو به د حزبيانو واک راډېرېږي او څوکۍ به يې لا ځواکمنېږي. هغه دغه راز وويل چې د حکمتيار په دروازه کې ودرېدل ورته له اوسني ځواک څخه ښه ښکاري.
د اسلامي ګوند دغه پخواني غړي د سولې د خبرو ځنډېدو لامل په حکومت کې د واک وېشل وبلل. همدرد د ولسمشر اشرف غني او اجرايه رييس ترمنځ د واک وېشلو په تړاو وويل چې ښه به دا وای چې افغانستان د دوو ولسمشرانو پر ځای يو ولسمشر لرلای او همغه پرېکړې کولای.