نن له سهار را په دې خوا د طالبانو له لوري خپرې شوې ویډیوگانې ښيي چې طالبانو کندز ښار په بشپړه توگه نیولی دی. د طالبانو ویاند په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د کندز ولایت مرکز يې نیولی دی.
خپرې شوې ویډیوگانې ښيي چې طالبانو د کندز مرکزي څلور لاري کې خپل بیرغ ځړولی دی او طالب جنگیالي د ښار په گڼو برخو کې گرځي راگرځي. ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې طالبانو د کندز لپاره امنیتي مسوول ټاکلی تر څو د ولایت امنیتي حالت د ډاډ وړ وگرځي.
بيبيسي فارسي هم راپور ورکړی چې د کندز ولایت د امنیت ریاست د طالبانو له لوري نیول شوی او زیاته کړې یې ده چې جگړه اوسمهال د ولایت مقام شاوخوا روانه ده.
تر دې دمه حکومتي رسنیو د کندز ښار د سقوط په تړاو څه نه دي ویلي او دغه خبر یې نه دی رد کړی. ماسپښین شاوخوا د شمال ختیځ پولیسو ویاند ویلي وو چې د کندز ښار ځینې ناحیې له طالبانو سره دي.
ويډيو: