د نجات ملي جبهې مشران د افغان دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د تړون مخالفت کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دا د خلکو او ولس د حق پر خلاف کار شوی دی.
د دې جبهې عمومي منشي او د صبغت الله مجددي مشر زوی وايي چې نه موږ او نه حکومت د دې حق لري چې د انسانانو حق وبښې او حکمتیار ته باید په هغه صورت کې مصونئت ورکړي چې قانون ورته اجازه ورکړې وي.
د جبهې له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حضرت صیب حکمتیار ته په القابو او خاصو امتیازاتو ورکولو باند له دولت سره هوکړه نه کوي. خبرپاڼه زیاتوي چې حکمتیار د جهاد په مودې کې د ملي زعیم په توگه نه دی ځلېدلی او خورا ډېرې غلطۍ یې کړي دي.