افغانستانسلايډ

برتانيې افغانستان سره اووه نيم سوه مليون پونډه مرسته اعلان کړه

برتانيې افغانستان سره په راتلونکو درې کلونو کې اووه نيم سوه مليون پونډه مرسته اعلان کړه.

برتانيه کې چاپېدونکې ورځپاڼې انډيپنډينټ په خپله تازه گڼه کې د برتانوي چارواکو له قوله ليکلي، چې دغه مرستې به افغانستان کې د امنيت د تامين، روغتيا او زده‌کړې په پرمختگ خرڅ کړل شي، چې د افغانانو ستونزې به راکمې کړي.

سرچينې زياته کړې ده، چې د دغو پيسو ډېری برخه مېرمنو ته ځانگړې شوې ده او په راتلونکو درې کلونو کې به د هغوی د ژوند د ښه کېدو په چارو کې ولگول شي.

ورځپاڼې د برتانيې د نړيوالې پراختيا د وزير پريټي پېټل په قول ليکلي، چې دا مرستې به برتانيې ته د افغانانو د ورتگ مخه هم ونيسي او دغه مهاجرت به لږ شي. برتانيه کې دا مهال لسگونه زره افغان کډوال مېشت دي، چې يوه ستره برخه يې قبول شوي نه دي.

برتانوي چارواکو وړمه ورځ ويلي وو، چې که افغانستان دغه ناقبول شوي افغانان چې شمېر يې اتيا زرو ته رسېږي، خپل هېواد ته ورستانه نه کړي، اروپايي ټولنه به افغانستان سره خپلې مرستې ودروي.

د برتانيې له لوري افغانستان سره د مرستې دغه اعلان د بروکس له غونډې وړاندې کېږي او تمه ده چې افغانستان به دغه غونډه کې هم له نړيوالو مليونونه ډالر مرسته ترلاسه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button