د پروان ولايت باگرام ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر کتار د سړک د غاړې بم چاودلی دی، چې له امله يې بهرنيانو ته زيان اوښتی.
د باگرام چارواکي وايي، د هوایي اډې مېشت بهرني ځواکونه د دې ولسوالۍ گجرخېل سيمه کې پر گزمه بوخت وو، چې د سړک د غاړې بم پرې وچاود او يو پوځي موټر يې زيانمن شو. خو چارواکو چاودنه کې د هغوی د تلفاتو په اړه جزيات نه دي ورکړي.
د باگرام ولسوال عبد الشکور قدوسي رسنيو ته وويل: «د ايتلافي ځواکونو کتار تېره شپه گجرخېل سيمه کې د گزمې په حال کې وو، چې د ځاي پر ځای شوي رېموټ کنټرول بم په واسطه پرې چاودنه وشوه او يو ټانک موټر يې ويجاړ شو».
نوموړی زياتوي: «خو له دې امله چې سیمه ټوله د بهرنيانو له لوري کلابنده شوې ده او خلک نه ورپرېږدي، د تلفاتو په اړه يې څه نه شو ويلی».
ولسوال وايي، تېره شپه له نامعلوم لوري پر بگرام هوايي اډه يو توغندی هم ورول شوی، چې د اډې دننه لگېدلی، خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه شته.
وسله والو طالبانو د دواړو پېښو پړه پر غاړه اخيستې ده او رسنيو ته په استولي ايميل کې يې ادعا کړې، چې د سړک د غاړې بم چاودنه کې يې څلور امريکايي پوځيان وژلي او يو موټر يې ويجاړ کړی دی.