افغانستانسلايډ

بشر حقوق: حکمتيار دې د افغانستان له خلکو بښنه وغواړي

د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کميسيون د حزب اسلامي له مشر گلبدين حکمتياره غوښتي، چې کورنيو جگړو کې د گډون له کبله دې له خلکو بښنه وغواړي. دې کمېسيون ويلي، چې دغه جگړې د کابل د وراني لامل شوې دي.

د ياد کمېسيون رييسې سيما سمر پرون کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال د دولت او حزب اسلامي تر منځ د توافقنامې لاسليک ته په اشاره وويل، چې وينه په وينه نه وينځي او کورنيو جگړو کې د دخيلو لوريو د اعدام غوښتونکي نه دي.

خو هغې غوښتنه وکړه، چې بايد لږ تر لږه د جنگي جرمونو تورن کسان خپله گناه ومني او د افغانستان له خلکو دې بښنه وغواړي. اغلې سمر زياته کړه، چې دغه کمېسيون غواړي د خبرو له لارې مسالې حل شي، خو د افغانستان د خلکو حق او عدالت له منځه نه شي وړی.

بل پلو د حزب اسلامي ځينو لوړپوړو غړو تېرو ورځو کې څرگنده کړې وه، چې حکمتيار داسې څه نه دي کړي، چې بښنه يې وغواړي. خو د دې گوند غړو لا د بشر حقوقو د خپلواک کمېسيون د تازه غوښتنې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button