افغانستانسلايډ

افغانستان د م م سازمان غونډه کې پر پاکستان سختې نيوکې وکړې

د ولسمشر غني مرستيال سرور دانش د ملگرو ملتونو عمومي غونډه کې ترهگرۍ سره مبارزه کې د پاکستان پر دريځ سخته نيوکه وکړه او دا هېواد يې په نه رښتينولۍ تورن کړ.

د ولسمشر دويم مرستيال چې ياده غونډه کې يې د افغانستان په استازيتوب وينا کوله، ويې ويل: «د ترلاسه شويو اسنادو پر اساس د روښنايۍ غورځنگ او کابل کې پر امريکايي پوهنتون بريدونه د پاکستان دننه پلان شوي وو».

نوموړي زياته کړه، چې افغانستان بيا بيا له خپل گاونډي هېواد پاکستانه غوښتي، چې خپله خاوره کې د ترهگرو پېژندل شوې ځالې له منځه يوسي، خو اسلام اباد تر دې دمه په دې اړه هيڅ ډول گام نه دی پورته کړی.
ښاغلي دانش پر نړيواله ټولنه غږ وکړ، چې دې موضوع ته پاملرنه وکړي.

د نوموړي په وينا د سولې څلوراړخيزه غونډې يوازې هغه وخت مثبتې پايلې لرلی شي، چې پاکستان په دې خبرو کې خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان صدر اعظم نواز شريف په همدې غونډه کې د افغانستان د کړکيچ حل يوازې په سوله کې وښود او جگړه يې د دې کړکيچ د لا ډېرېدو سبب ياد کړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button