خبرونهسلايډ

ډاکټر عبدالله عبدالله: له حکمتیار سره سوله ټوله ستونزه نه حلوي

اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د وزیرانو په شورا کې ویلي چې له حکمتیار سره د سولې د خبرو مخالف نه دی خو په دې باور دی چې د سولې دا پروسه به ټوله ستونزه حل نه کړي. اجراییه رییس دغه راز زیاته کړې وه چې د سولې او امنیت په راوستو کې یې کوښښ کړی او له حزب سره د سولې په خبرو کې هم دخیل پاتې شوی.

ډاکټر عبدالله دا څرگندونې په داسې حال کې کړي چې څو ورځې وړاندې د اجراییه رییس د ویاند مرستیال رسنیو ته ویلي وو چې له حزب اسلامي سره د سولې په خبرو اترو کې ملاحظات لري. داکټر عبدالله وايي چې له حزب اسلامي سره د سولې خبرو باندې باید بحث وشي او مثبت او منفي ټکي باید ټولو ته ښکاره وي.

تر دې مهاله له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو اترو ټوله مسوده له رسنیو سره نه ده شریکه شوې. تمه کېږي چې په نږدې څو ورځو کې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې دغه تړون لاسلیک شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button