د بهرنیو چارو وزارت د اماراتو له حکومت سره یوځای پر افغانانو نوي شرایط کیښودل. له دې وروسته به په نوو بریښنايي پاسپورتونو کې د پلار نوم هم لیکل کیږي. په دې وروستیو میاشتو کې افغان مسافرین اماراتو ته په سفر کولو کې له ځینو ستونزو سره مخ ول، دوی به د اماراتو د ویزې د اخیستلو لپاره خپل پاسپورتونه د بهرنیو چارو له وزارت څخه تصدیقول.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شکیب مستغني په دې اړه وویل: «د پاسپورت د ریاست له لورې د پاسپورتونو تایید او هغه بیا د بهرنیو چارو وزارت د کنسولګرۍ د ریاست له لورې د متحده عربي اماراتو سفارت ته لیږل یوه اوږده پروسه وه».
د ده په وینا د دې ستونزې له پیدا کیدو سره سم د بهرنیو چارو وزارت د اماراتو له سفارت سره په دې اړه اوږدې خبرې وکړې چې ستونزه حل شي. ده همداراز زیاته کړه: «په زړو پاسپورتونو کې به د پلار نوم لیکل شوی و خو په بریښنايي پاسپورتونو کې بیا د پلار نوم نه و، پر ځای یې د کورنۍ نوم لیکل کیده. له دې وروسته به د پاسپورتونو د ملاحظې په پاڼه کې د پلار نوم د پاسپورت د لوی ریاست له لورې په لاس لیکل کیږي».
په دې وروستیو کې ځینې ایرانیان د افغاني پاسپورتونو په کارولو دوبۍ ته سفرونه وکړل او هلته د اماراتو د حکومت له لورې ونیول شول، او پاتې هغه افغانان چې پر هغوی د اماراتو له لورې سفر تحریم شوی و د نورو پاسپورتونو په اخیستلو سره دوبۍ ته سفر وکړ چې له دې دلایلو سره د اماراتو له لورې په افغانانو څه نوي شرایط کیښودل.