د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني تېره ورځ په نیویارک کې ویلي چې ډېری افغان کډوال چې په ایران کې مېشت دي غواړي اروپا کې ژوند وکړي. رحماني زیاتوي چې د عراق، سوریې او افغانستان خلک د امنیت د نشت له کبله نه غواړي خپلو هېوادونو ته وگرځي او غواړي چې راتلونکي کې اروپا کې مېشت شي.
په نیویارک کې له تېرې ورځې را په دېخوا د نړۍ د کډوالو په تړاو غونډه روانه ده او د نړۍ د ډېرو هېوادونو مشرانو دې غونډه کې د برخه اخیستلو لپاره نیویارک ته تللی دي. د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف هم د سپتمبر په ۱۷ نیویارک ته ولاړ تر څو په پاکستان کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره له نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړي.
ایراني چارواکي وايي چې د یوې احصايي له مخې له ۶۰٪ ډېر افغان کډوال غواړي چې د افغانستان په ځای ایران ته ولاړ شي. اوسمهال په ایران کې شاوخوا ۱.۵ ملیونه افغان کډوال ژوند کوي.
پاکستاني چارواکو د کډوالو د نړیوال سازمان په مرسته له څو میاشتو راهیسې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر پیل کړی دی او غواړي چې د ۲۰۱۷م کال تر پایه پورې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال خپل هېواد ته بېرته ستانه کړي.
اوسمهال په نړۍ کې ۶۸ ملیونه انسانان د کډوالۍ شپې ورځې سبا کوي چې په دوی کې ډېره برخه سوریایان، عراقیان، افغانان او فلسطینیان دي.