نورو ته ارزښتمن شئ
ژباړه: حمیدالله حمیدي
۱- د ژوند ښایست دا نه دی چې ته څومره خوښ یې، بلکې په دې کې دی چې خلک څومره ستا پر شتون خوښ دي.
۲- تاسو هېڅکله هم نه غواړئ چې خدای مه کړه کور ته مو غله درشي، نو بیا ولې هغو فکرونو ته اجازه ورکوئ چې خوښۍ مو در څخه غلا کوي؟
۳- فکر مو کړی چې د اوبو د سر ځګونه تل د خپلې داخلي هوا قرباني کېږي، نو مه هېروئ چې ستاسو د نن ورځې فکرونه د سبا پانګه ده او په ژوند کې مو مهم رول لري.
۴- کله چې د خپلې بریا په اړه فکر کوئ، له ځانه وپوښتئ، څه مو له لاسه ورکړي چې دې بریا ته رسېدلي یاست.
۵- ستونزې مو چې ونه وژني، قوي کوي مو.
۶- مه هېروئ چې د نورو بریا په یو ډول نه په یو ډول له موږ سره مرسته کوي.
۷- بریالي کسان د نور خبرو ته غوږ نیسي او بایلونکي بې له دې چې د نورو خبرو ته غوږ کېږدي، په دې تمه ناست وي چې څه وخت یې د خبرو کولو نوبت راځي.
۸- که فکر کوئ ستونزې مو د یوې کښتۍ په کچه لویې دي، خو دا هم مه هېروئ چې د خدای پاک نعمتونه بیا د یوه اقیانوس په اندازه لوی او ډېر دي.
۹- د بریاوو پر وړاندې دېوالونه د دې لپاره نه دي جوړ شوي چې زموږ مانع وګرځي، بلکې د دې لپاره جوړ شوي چې په سختۍ ترې تېر شو او خلکو ته وښیو چې خپلې موخې ته رسېدل راته څومره مهم دي.
دېوالونه زموږ مخه نه نیسي، د هغه چا مخه نیسي چې هیلو ته رسېدل یې ورته مهم نه وي.
۱۰- یو بې وزلی کس پر لاره روان و او د غنمو یوه وړه بوجۍ یې پر اوږه لېږدوله، د خپلو ستونزو په فکر کې غرق تللی و، له خدای پاک څخه یې وغوښتل چې خدایه! نور مې د ژوند دا غوټه خلاصه کړه، په همدې وخت کې د غنمو د بوجۍ خوله خلاصه شوه، غنم پر ځمکه باد باد شول، بې وزلي کس وویل: یا خدایه! ما غوښتل چې د ژوند غوټه مې خلاص کړه نه د غنمو د بوجۍ، بېوزله کس د غنمو پر ټولولو لګیا شو، ګوري چې د غنمو په منځ کې یې د طلایي سکو ډکه همیانۍ ومونده، نوموړی له خپل عجولانه قضاوت او بې اعتمادۍ څخه سخت وشرمېد.
۱۱- کله چې ورځ پیلوئ، هڅه وکړئ هغه خلک چې ښه کارونه ترسره کوي، ویې ستایئ، د دې لپاره چې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره هڅه کوي تشویق یې کړئ. کله چې موږ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له یو بل سره مرسته کوو، د ورځې په پای کې به ټول ګټونکي يو.
۱۲- خدایه ته هغه خدای یې چې کله درته ژاړم، د دې پر ځای چې په خوله سوک راکړې، پر سر مې د رحمت لاس تېروې او راته وایې: «ته له ما پرته بل څوک نه لرې.»
۱۳- د ژوند خوند او معنا د هغې ونې په اېښودو کې ده چې سیوري ته د کېناستو په تمه یې ږدې.
۱۴- پوهېږئ! څه چې له جنګ څخه ډېر بد دي، هغه دا دي چې موخه نه لرې چې پر وړاندې یې وجنګېږې.
۱۵- له دې وروسته دې له ژونده د «درېغې» کلمه لرې کړه او ووایه «توکل پر خدای!»
۱۶- د ژوند په لوبه کې د هېڅ شي لپاره ناوخته نه دی؛ اوس هم کولی شو چې جبران یې کړو، هغه پاسونه چې په تېروتنه مو ورکړي، ګولونه چې تر اوسه مو وهلي نه دي، تېروتنې چې کړې مو دي، که څه هم هغه زېړ کارتونه چې راښودل شوي بېرته نه باطلېږي، خو کولی شو چې ورته بيدار و اوسو تر څو زیات نه شي. هغه فرصتونه چې له لاسه مو تللي باید د ژوند په اوږدو کې یې بېرته لاسته راوړو.
۱۷- په ژوند کې پر هغه چا باور وکړئ چې ایمان پرې لرئ، نه احساس.
۱۸- خوښي د هغه چا لپاره ده چې د خدای پر نعمتونو شکر وباسي، مهمه نه ده چې دارا دی که بې وسه.
۱۹- سپوږمۍ ته ختل دې موخه وټاکه، که ورته ونه رسېږې د ستورو په کاروان خو به ور ګډ شې.
۲۰- که پر ځمکه ولوېدې، بېرته پورته شه، پر ځکه د لوېدلو کسانو بېرته پورته کېدل تر هغه چا غوره دي چې د بل چا په زور ولاړ وي.