سلايډسيمه او نړۍ

سوريه: د ايتلافي ځواکونو بمبار اتيا تنه سوريايي پوځيان وژلي

د روسيې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د سوريې په دير الزور ښار کې د داعش له لوري کلابند د سوريايي پوځيانو پر يوه ستر مرکز د ايتلافي ځواکونو بمبارۍ کې لږ تر لږه دوه شپېته تنه پوځيان وژل شوي او سل نور ټپيان دي. ځايي سرچينې وايي، چې له بمبار وروسته داعش ډلې په اسانه دغه پوځي مرکز ونيو.

رويټرز خبري اژانس وايي، چې د بمبار له کبله د وژل شويو پوځيانو شمېر اتيا تنو ته رسېدلی دی.

د روسيې دفاع وزارت زياتوي، چې د سوريې او عراق د پولې له لوري له شوي دغه هوايي بريد وروسته داعش ډلې د سوريايي پوځيانو پر مرکزونو درانه بريدونه وکړل.

روسيې د امريکا په دغه کار سخته نيوکه کړې او هغه يې د دښمن په توگه ياده کړې ده، روسي چارواکي وايي، چې که دغه بريدونه په غلطۍ کې شوي وي: «نو دا د دې دليل دی، چې «دښمن واشنگټن» سوريه کې له روسيې سره د همغږو عملياتو دعوه کې ريښتونی نه دی».

د روسيې دفاع وزارت څرگنده کړې، چې له متحده ايالاتو يې وغوښتل چې دا ډول بريدونه بند کړي او بله هيڅ داسې بريد ونه کړي، دغه راز يې امريکا وگواښله چې: «هر دا ډول بريد به د سوريايي پوځ له لوري په کلکه ځواب شي».

خو امريکايي پوځ وايي، له دې سره سم چې روسيې له دې پېښې خبر ورکړ، عمليات يې درولي، خو ادعا کوي، چې عمليات داسې ځای کې شوي چې پخوا هم شوي وو او روسيه د دغو عملياتو له پيل وړاندې خبره شوې وه.
امريکايي پوځ وايي: «ايتلافي ځواکونه هيڅکله په قصدي ډول د سوريې د پوځ مرکزونه نه شي په نښه کولی» او ايتلاف به په دې اړه پلټنې وکړي.

داعش ډلې پر خپله رسمي وېبپاڼه «اعماق» د دير الزور د دغه هوايي ډگر د نيولو ادعا کړې ده، د جبل الثردة په نوم دا هوايي ډگر د سوريې ختيځ کې تر ټولو ستر هغه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button