افغانستانسلايډ

د درې تړونونو لاسليک، هند افغانستان سره يو مليارد ډالر مرسته اعلان کړه

هند ته ولسمشر غني د دوه ورځني سفر پر مهال د دواړو هېوادونو مشرانو بېلا بېلو برخو کې درې تړونونه لاسليک کړي دي. هند همدا راز افغانستان سره يو مليارد ډالر بې بدله مرسته اعلان کړه، چې په پراختيايي برخو کې به ولگول شي.

ولسمشر غني تېره ورځ له ماسپخين وړاندې د هند له صدراعظم نريندرا مودي سره وکتل. دواړو لوريو په دې ليدنه کې د اقتصادي همکاريو، د سيمې د امنيت او ثبات او افغانستان سره د هند د مرستو پر څرنگوالي خبرې وکړې.
په دې ليدنه کې همدا راز د دواړو هېوادونو مشرانو بېلابېلو برخو او وختونو کې د همکارۍ درې تړونونه لاسليک کړل.

د هند صدر اعظم وويل: «هېواد يې افغانستان سره د ښوونې او روزنې، برېښنايي حکومتولۍ او د زېربناوو په رغولو کې کې يو مليارد ډالر مرسته کوي».

دغه راز دواړو مشرانو ترهگري د سيمې گډ گواښ وباله او ټينگار يې وکړ، چې د سيمې ټول هېوادونه يې بايد په له منځه وړو کې ونډه واخلي. دا په داسې حال کې ده، چې هند او افغانستان بيا بيا پر پاکستان تور لگوي، چې د ترهگرو ډلو ملاتړ کوي، خو پاکستان هر ځل دا تورونه ردوي.

ولسمشر غني په دې ليدنه کې د هند د دې مرستو مننه وکړه او دا يې د افغانستان د خلکو د ژوند په ښه کولو کې مهمې وبللې. ده وويل: «د هند او افغانستان ملگرتيا به تلپاتې وې او افغانستان سره د هند ملگرتيا ريښتونې ده».

ټاکل شوې ده، چې ولسمشر غني به هند کې له سوداگرو، پانگه اچوونکو او افغان محصلينو سره هم وگوري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button