افغانستانسلايډ

ولسمشر غني نوي ډهلي ته رسېدلی

ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړی دی، چې ولسمشر غني نن د هند د صدراعظم نريندرا مودي په بلنه په يوه رسمي دوه ورځيني سفر نوي ډهلي ته رسېدلی دی.

ولسمشر سره په دې سفر کې د هغه ستر سلاکار نادر نادري، د ملي امنيت شورا سلاکار حنيف اتمر، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د اقتصاد وزير عبد الستار مراد، د ټرانسپورټ وزير محمد الله بتاش او د ولسمشر وياند هارون چخانسوري ملگري دي.

د ولسمشر د وياند مرستيال دوا خان مينه پال امريکا غږ سره خبرو کې ويلي، هند ته د ولسمشر د سفر يوه موخه افغانستان سره په لويو زېربنايي پروژو کې د هند د مرستو جلبول دي. د ولسمشر وياند هارون چخانسوري پرون ويلي وو، چې هند ته د ولسمشر د سفر موخه هند سره د سوداگرۍ پراخول او د دواړو هېوادونو تر منځ د ترهگرۍ پر ضد د گډې مبارزې په اړه غور کول دي.

هغه ويلي وو: «هند افغانستان سره سترې مرستې کوي او دلته يې لويې اقتصادي پروژې لرلې، دا چې اوس دغه پروژې بشپړې شوې دي، ولسمشر به په دې سفر کې د نورو اقتصادي پروژو د پيل په اړه خبرې وکړي. د دې تر څنگ به دواړه لوري د ترهگرۍ پر ضد پر گډه مبارزه هم خبرې وکړي». د ولسمشر وياند ويلي و، چې په دې اړه به جزيات وروسته څرگند شي.

د ارگ د وياند مرستيال هم تاييدوي، چې د دې سفر يوه بله موخه امنيتي همکارۍ دي: «په دې سفر کې افغانستان سره د هند د پروژو په دويمه برخه خبرې کېږي، خو امنيتي همکارۍ هم له پامه نه شو غورځولی».

ټاکل شوې ده، چې ولسمشر په دې سفر کې د هند له ولسمشر، صدر اعظم او نورو چارواکو سره ليده کاته وکړي، همدا راز به هلته د په کور ناستو جنرالانو، سفيرانو، پروفيسرانو او محصلينو يوې غونډې ته وينا وکړي.

ولسمشر غني هند ته دا سفر په داسې مهال کې کوي، چې دې هېواد په دې ورستيو کې افغانستان سره خپلې نظامي مرستې ډېرې کړې دي. د دولت وسله والو مخالفينو په دې اړه په يوه خبرپاڼه کې له هندي حکومته غوښتي وو، چې افغان دولت سره دغه مرستې ودروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button