د ازبکستان راتلونکی د روسي وېرې او امريکايي تمې ترمنځ
د تېرې جمعې په ورځ د ازبکستان ولسمشر اسلام کريموف، چې له تېرو شپږويشتو کلونو راپه دې خوا د هېواد واکمن و، مړ شو. د هغه مړينې په ازبکستان کې د واک تشه رامنځ ته کړه، ځکه چې کريموف د خپلو مخالفينو او رقيبانو پر وړاندې ډېر توند و او ټول يې له يوې مخې له منځه وړي وو.
تراوسه معلومه نه ده چې د هېواد مشر به څوک وټاکل شي، ځکه د کريموف کورنۍ د مشرۍ وړتيا نه لري او نه هم د هغه داسې رقيب شته چې ځای يې ډک کړای شي. ګنګوسې بيا وايي چې مرستيال ولسمشر ښايی د هغه ځای ډک کړي. که هغه ولسمشر هم شي، د کريموف په څېر مشري به ونه کړای شي. همدا لامل دی چې نړيوال د ازبکستان د راتلونکي په اړه هيله من او اندېښمن دي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له جي شل سرمشريزې وروسته ازبکستان ته لاړ او په سمرقند کې يې د کريموف پر قبر ګلان کېښودل. هغه په خپلو خبرو کې وويل: «د اوزبکستان خلک او مشران کولای شي پر روسيې د يوه وفادار ملګري په څېر باور وکړي». د کريموف په اړه پوتين وويل: «هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ځواکمن بنياد کېښود». پوتين هيله ښکاره کړه چې د دوو هېوادونو اړيکې هغسې پرمخ لاړې شي چې کريموف يې اساس ايښی و.
روسيه له دې امله اندېښنه او آن وېره لري چې د هېواد چارې د پخوا په څېر عادي پرمخ لاړې نه شي. انګلستان ټايمز ورځپاڼې اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي د ازبکستان چارې د اسلامپالو لاسونو کې وغورځي. روسيه له همدې وېرېږي چې د امريکا او اروپايي هېوادونو په مرسته په ازبکستان کې اړه دوړه پيل نه شي او دغه هېواد د دوی له لاسه ونه وځي.
بلې خوا امريکا تمه لري چې ازبکستان له روسيې لرې کړي. دوی هڅې کوي چې د ياد هېواد حالات غير عادي کړي او په دغه شکل ازبکستان کې لاسوهنه وکړي.
په هماغه سې شنبې چې پوتين د کريموف پر قبر ګلان کېښودل، امريکايي چارواکي، دانيال روزنبلوم وويل چې امريکا غواړي د کريموف له مړينې وروسته له ازبکستان سره ښې اړيکې پرمخ بوځي. هغه وويل چې د پخواني ولسمشر د اغمرازۍ او د اړيکو د پرمخ بېولو په خاطر تاکشند ته تللی دی.
بلې خوا د امريکا ولسمشر د اسلام کريموف د مړينې په اړه خپل پيغام کې داسې الفاظ کارولي چې روسان يې اندېښنه کې پرې ايښي. هغه ويلي چې ازبکستان به خپل تاريخ کې نوی باب پرانيزي چې خپلواکي او امن به په کې ځای لري او راتلونکي کې به د ټولو وګړو حقونو ته درناوی کېږي.
روسي ټلويزون، آر ټي، په خپله تحليلي مقاله کې ليکي چې د ولسمشر اوباما څرګندونې کټ مټ هغسې وې، لکه دوی چې کوم هېواد کې سياسي غصب پيلوي. رسنۍ زياتوي چې امريکايان يوازې پر څرګندونو بسنه نه کوي، بلکې د دې له پاره يې کار هم پيل کړی. سرچينې په دغه تړاو د جان کيري د «خبرو اترو» پروګرام ته اشاره کړې.
د اوباما له څرګندونو وروسته، د ازبکستان چارواکو ژر خپل نظر څرګند کړ. اليکسي بوشکوف وويل چې د ازبکستان په نوي څپرکي کې د امريکا متحده ايالاتو ته ځای نه شته. هغه وويل چې که اوباما دغه ډول نظر لري، غلطي کوي.
د روسي چارواکو او رسنيو له څرګندونو داسې ښکاري چې دوی د ازبکستان راتلونکي ته اندېښمن دي. ازبکستان کلونه د شوروي تر واکمنۍ لاندې و او وروسته يې له روسيې سره ښې اړيکې لرلې، خو له کريموفه وروسته، امريکايان هڅه کوي دغه هېواد ښکار کړي. د دې له امله روسان اندېښمن دي. بلې خوا امريکايان هيله من دي چې د پيسو او مالي مرستو له لارې د ازبکستان نوي چارواکي خپل کړي او له روسيې يې لرې کړي. د دوی په منځ کې اسلامپال له مهمې ننګونې سره مخ دي. وروستۍ مياشتې به معلومه کړي، چې دوی د هېواد په راتلونکي کې د خپل رول د ژوندي کولو په خاطر کار پيلوي او که د تېر په څېر به ځپل شوي پاتې شي.