افغانستان
المان څلوېښت زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته استوي
د المان يوې باوري ورځپاڼې (بيلد) راپور ورکړی، چې دغه هېواد به نږدې راتلونکې کې څلوېښت زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستوي. دغه شمېر المان کې د افغان کډوالو نيمايي برخه جوړوي.
ورځپاڼې ليکلي، چې المان دغه پرېکړه افغان حکومت سره د يوه هوکړه ليک له لاسليک وروسته کړې ده. هوکړه ليک کې ويل شوي، چې المان به هغه افغان پناه غوښتنونکي بېرته خپل هېواد ته واستوي، چې پناه غوښتنې يې درې ځل رد شوې دي.
المان يو له هغو هېوادونو دی، چې د افغانانو په گډون د نړۍ د ناامنه هېوادونو ستر شمېر کډوال ورځي، خو د دې هېود چارواکي وايي يوازې هغو کډوالو ته به ځای ورکړی، چې ژر په ټولنه کې مدغم شي او د ځايي خلکو له خوی عادت سره ژر روږدي شي.
د يادې ورځپاڼې له راپور سره سم المان به ټول دغه کډوال په ځانگړو الوتکو کې افغانستان ته ورسوي.