د افغانستان د هوانوردۍ ادارې خبر ورکړی چې د افغانستان تر ټولو ستر هوايي شرکت سفرونه د ډېرو پورونو له امله ځنډول شوي دي. ادارې په خپل راپور کې ویلي چې صافي هوايي شرکت د ماليي د قانون مطابق خپل ټولې ماليې حکومت ته نه دي تادیه کړي او الامله یې سفرونه ځنډول شوي دي.
د صافي هوايي شرکت پروازونه د مالیې د وزارت په غوښتنه ځنډول شوي. د افغانستان د هوانواردۍ اداره وايي چې صافي هوايي شرکت تر دې دمه ۱.۱۵ بلیونه افغانۍ د حکومت پور وړې ده او باید دا پورونه ژر تادیه کړي.
د هوانوردۍ شرکت زیاتوي چې د صافي هوايي شرکت د پورونو د پرې کولو کوښښ هم نه دی کړی. د هوانوردۍ چارواکي وايي چې د پورنو د نه پرېکولو په صورت کې د شرکت ټوله پانگه بازار ته وړاندې شي او د مالیې وزارت به خپل پور ترې لاسته راوړي.